دښځې نړيواله ورځ پرون په کابل کې دامريکا په سفارت کې ونمانځل شوه . دباختر اژانس دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دشهيدانو معلولينو او د ټولنيزو چارو وزيرې امنې افضلي ، دافغانستان د بشر دحقوقو دخپلواک کميسيون رييسې سيما ثمر، دپارلمان ځينو غړو ، دښځو دچارو وزارت معينې اويو شمير کورنيو اوبهرنيو ميلمنو ګډون کړي و . په دې غونډه کې په کابل کې دامريکا لوى سفير کارل ايکن بيري خبرې وکړې او ويې ويل خوښ يم چې افغان ښځې يو لړ محدوديتونو سره سره په دې بريالي شوي دي چې دسياست اقتصاد فرهنګ ، ښوونې او روزنې ددولتي ادارو ، دمدني تولنې ، کورنيو اوبهرنيو موسسو په برخو کې ددندو په ترسره کولو کې ستر رول ولوبوي . بيري وويل دافغانستان په اساسي قانون کې په بيلابيلو برخو کې له نارينه وسره دښځو دګډون په برابري ټينګار شوى دى . ده په خپلو خبرو کې دافغانستان له ښځو سره دامريکا د يو سلو پنځوسو مليونو ډالرو مرستې يادونه هم وکړه . په دې غونډه کې ميرمن افضلي ، دامريکا دمتحده ايالاتو دلوى سفير ميرمن او د افغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون رييسې هم دموضوع په اړوند خبرې وکړې . دغه راز په هغې ورته غونډه کې چې دلوي څارنوالې په اداره کې په اداري مدني او تجارتي چارو کې دلوي څارنوالې دمرستيال څارنپوه عبدالوکيل امينى په نظامي چارو کې دلوي څارنوال دمرستيال څارنمل ډګر جنرال عبدالفتاح عزيزي او ددغې اداري ديو شمير ښځو او دځينو ميلمنو او دپارلمان دوکيلانو په ګډون جوړه شوې وه ، څارنپوه عبدالوکيل امينى دافغانستان ټولو ځوريدلو ميندو او خويندو ته ددغې ورځې له امله دمبارکي ويلو په ترڅ کې زياته کړه تاسي خوندي اوميندي بايد له خپلو ورونو سره اوږه په اوږه دسولې دټينګښت ، عدالت او دهيواد دپرمختګ په لاره کې کار وکړي . وروسته دلوي څارنوالې د اداري دښځو دچارو رييسې محترمې بريد جنرالې نظيفې ذکي خبرې وکړې اوويې ويل ښځه دټولنې نيمايي وګړي کيږي ښځه په ټولنه کې دانقلاب راوړونکي ده او ددغې ورځې له امله يې ټولو ميندو ته مبارکي وويله . دغه راز په هغې غونډه چې له همدې امله دالمپيک په ملي کميټه کې جوړه شوې وه . دالمپيک دملي کميټې لوي رييس ډګر جنرال محمد ظاهر اغبر په غونډه کې برخه والو ښځو او ښځينه ورزشکارانو ته دمبارکي دويلو په ترڅ کې د ژوندانه په بيلابيلو برخو کې دهغوى دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه . په دې غونډه کې دافغانستان دښځو دسراسري اتحاديې رييسې ميرمن ثريا پرليکا او دکار او ټولنيزو چارو وزارت سلاکارې ميرمن فهمې هادي هم برخه لرله . دغه راز دښځې نړيوال ورځ په کابل ولايت کې هم ونمانځل شوه . په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دکابل ولايت سرپرست ډاکتر ذبيح الله مجددي دښځې دمقام اوپه سالمه ټولنه کې دهغې درول په باب خبرې وکړې او ويې ويل داسلام مبين دين دښځې حقوق له هغه څه څخه لوړ او ارزښتناک ټاکلي دي چې موږ يې ورکوو . په دې غونډه کې دکابل ولايت داستيناف محکمو رييس دښځو دچارو وزارت معينې او دکابل ولايت مرستيال خبرې وکړې . دغه راز دمارچ اتمه دښځې نړيواله ورځ دکورنيو چارو په وزارت کې هم ونمانځل شوه . دغونډې ويناوالو په ټولنيزاو سياسي ژوندانه کې دښځو درول په باب خبرې وکړې . غوندې دسوغاتونو په ويشلو سره پاى ته ورسيدې .(باختر )