صفحه نخست » ورزش » اتصالات د ځوانو وړتياوو په لټه کې دي
اتصالات د ځوانو وړتياوو په لټه کې دي
اتصالات په افغانستان کې د مخابراتو په ډګر کې يوه ستره کمپنۍ ده، چې د کرکټ په ډګر کې د ځوانو وړتياوو د موندلو په لټه کې دي.د اتصالات کمپنۍ د ۳ ورځو يو کمپ د ځوانو کرکټ کوونکو لپاره په لاره اچولي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ، افغان کرکټ کوونکي او د اتصالات برانډ استازي حميد حسن لخوا به څارل کيږي.
د کرکټ تکړه لوبغاړي او تيز توپ اچوونکي حميدحسن وايي، لوبغاړي به د هغوي د وړتيا او ذکاوت پراساس غوره کيږي. دافغانستان د لوبغاړو په ټاکلو کې به زمونږ ټول پام د لوبغاړو مهارت او د هغوي استعداد پورې تړلي وي.
دا ازموينه به د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې واخيستل شي، چې د نومبر په ۲۸ به پيل او تر ۳ ورځو پورې به دوام ومومي. کله چې د ټاکنې پروسه پاي ته ورسيږي ټاکل شوو غړو ته به د کرکټ بورډ تر مشرۍ لاندې کابل او بهر کې تمرينونه او زده کړې ورکول کيږي.حميد حسن زياته کړه، (مونږ باور لرو چې ددغه کمپ په لاره اچولو سره به ددغه لوبغاړو څخه داسې لوبغاړي وځليږي، چې يوه ورځ به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ښې لاسته راوړنې او وياړنې ولري. د ټولو لوبغاړو لپاره د ښه چانس او بريا په هيله).
د کرکټ لوبه په افغانستان کې ترټولو ډيره چټکه لوبه ده، چې په ډير لږ مهال کې د پرمختګ ډيرو لوړو پوړيو ته ورسيدله. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړيوالو لاسته راوړنو په ترڅ کې ډير پرمختګ کړي دي.
او اوس کرکت په افغانستان يوه وتلي لوبه پيژندل کيږي او په ټول افغانستان کې په ميلونونه مينه وال لري. د يادونې وړ دي، چې اتصالات تير کال هم دې ته ورته يو کمپ په جلال اباد کې په لاره اچول وو. چې د سلګونو ځوانو کرکټ لوبغاړو او د خلکو لخوا ورته ښه راغلاست وويل شو او د کرکټ په ډګر کې يې يو غوره ګام وباله. د افغانستان اتصالات د تيرو څو کلونو راهيسې د کرکټ رسمي تمويلوونکي دي. اتصالات په افغانستان کې د ټولنيزو مسووليتونو د يوې برخې په توګه د لوبو پياوړتيا ته ژمن دي.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ يوه څانګه ده، چې مرکزي دفتر يې په دوبۍ کې موقعيت لري او په نړۍ يوه له سترو مخابراتي کمپنيو څخه دي.اتصالات لومړۍ مخابراتي شبکه ده چې په افغانستان کې يې 3.75G خدمتونه په لاره واچول او د لوبو له لارې غواړي چې په افغانستان کې د خلکو ژوند ته پرمختګ ورکړي.
د اتصالاتو شرکت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان د واليبال د ملي لوبډلې رسمي تمويلوونکي دي. اتصالات افغانانو سره مرستې ته ژمن دي او تردې دمه يې په بيلا بيلو برخو کې لکه پوهنه، روغتيا، لوبې او ټولنيزو چارو په ترسره کولو له افغانانو سره د زړه له کومې مرستې کړيدي او د اتصالات شرکت همدارنګه د افغانستان د ملي لوبې وزلوبې تمويلوونکي هم دي.