صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د اتصالات د واليبال د ختيځ زون سيالي

د اتصالات د واليبال د ختيځ زون سيالي

د افغانستان اتصالات د افغانستان د واليبال فدراسيون سره په ګډه همکارۍ د ختيځ زون  د واليبال سيالي په لاره واچولې. دغه سيالي د جنوري په ۱۴ مه نيټه په جلال آباد کې د جلال اباد، لغمان او کونړ ولايتونو د ټيمونو په ګډون سره پيل شوې. دغه لوبې ددې له امله په لاره واچول شوې ترڅو د ختيځ زون څخه په کابل کې د مارچ مياشتې کيدونکې سيالي لپاره لوبډله وټاکي.

په شاهي باغ لوبغالي کې د ۵ ورځنيو سياليو په لومړۍ ورځ  د دوشنبې په ورځ معارف لوبډلې  د سپين غر لوبډلې په وړاندې او لغمان  Aلوبډلې د لغمان B لوبډلې په وړاندې خپل بخت وازمايه.

د افغانستان د واليبال فدراسيون مشر ښاغلي يونس وويل، مونږ د ټورنمنټ لوبې ډير ښه پيل درلود لوبډلې ډير ښه او غوره تمرينونه کړي وو او راتلونکي سيالۍ به هم تردې  ډيرې جالبې وي. نوموړي وړاندې وويل؛ د دا ډول سياليو په لاره اچول نويو ځوانانو ته لاره هواوري ترڅو افغانستان کې د لوبو په ډګر کې د يوه غوره لوبغاړي په توګه خپل ځان ټولنې ته وروپيژني. زه غواړم له اتصالات څخه د لوبو او په ځانګړي ډول د واليبال سره د دوي له هر اړخيزې همکارۍ  څخه نړۍ مننه وکړم او ډير خوښ يو، چې اتصالات په افغانستان کې د لوبو پرمختګ او پراختيا لپاره هڅې کوي.

واليبال په افغانستان کې يوه مشهوره غوړيدلې لوبه ده، له دې لوبو سره د خلکو بې کچې مينه دا لوبه په ټول هيواد کې ډيره مشهوره کړيده. په هر ښار او هر کلي کې د واليبال لوبغالي دي چې دغه ځاي کې ولسي لوبډلې په اساسي ډول لوبې ترسره کوي. بل لوري ته د هيواد په ځينو برخو کې دا لوبه د افغانانو ترمينځ په ځانګړو رخصتيو او ميلو کې هم کيږي لکه نوي کال او يا هم د اختر ورځې.

د افغانستان اتصالات د تير يو کال راهيسې د افغانستان د واليبال فدراسيون رسمي تمويلوونکي دي. همدارنګه د بايسکل سواري د فدراسيون سره هم رسمي همکاري لري. د وزلوبې د فدراسيون او د کرکټ بورډ سره بيا له اوږد مهال رسمي همکاري لري او ملاتړي يې دي. ددې ترڅنګ اتصالات په نورو برخو لکه ښوونه او روزنه، روغتيا او ټولنيزو ښيګنو کې هم په ډيره پراخه توګه ونډه اخلي او مرسته ورسره کوي.

د افغانستان اتصالات په اړه:-  د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ يوه څانګه ده، چې مرکزي دفتر يې په دوبۍ کې موقعيت لري او په نړۍ يوه له سترو مخابراتي کمپنيو څخه دي.اتصالات لومړۍ مخابراتي شبکه ده چې په افغانستان کې يې 3.75G خدمتونه په لاره واچول او د لوبو له لارې غواړي چې په افغانستان کې د خلکو ژوند ته پرمختګ ورکړي.

 د اتصالاتو شرکت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان د واليبال د ملي لوبډلې رسمي تمويلوونکي دي. اتصالات افغانانو سره مرستې ته ژمن دي او تردې دمه يې په بيلا بيلو برخو کې لکه پوهنه، روغتيا، لوبې او ټولنيزو چارو په ترسره کولو له افغانانو سره د زړه له کومې مرستې کړيدي او د اتصالات شرکت همدارنګه د افغانستان د ملي لوبې وزلوبې تمويلوونکي هم دي