صفحه نخست » ورزش » افغان لوبغاړی د بنګله ديش کرکټ سياليو کې ښه وځليد
افغان لوبغاړی د بنګله ديش کرکټ سياليو کې ښه وځليد
دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي محمد نبي د بنګله ديش کرکټ ليګ سياليو کې ښه وځليد.
دغه سيالۍ نن داوو لوبډلو په ګډون سره پيل شوې چې پکې د کوربه لوبغاړو په ګډون د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو تکړه لوبغاړي په بيلابيلو لوبډلو کې د پيسو په بدل کې اخيستل شوي دي.
دا لومړي ځل دي چې دافغانستان د کرکټ کوم لوبغاړي په دا ډول سياليو کې برخه اخلي.
محمد نبي د بنګله ديش پريمير ليګ له اوو لوبډلو څخه د سيلهيت رايل لوبډلې لخوا اخيستل شويدي، په دې لوبډله کې د بنګله ديش د ملي لوبډلې کپتان مشفق الرحيم، د ويسټ انډيو ټينو بيسټ، انډريو رسل او ډاين سمت ، د ايرلينډ پياوړي لوبغاړي سټرلنګ او د بنګله ديش نور لوبغاړي شامل دي.
نن ددې سياليو د پيل ورځې دوهمه د سيلهيت رايل او باريسال لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې دافغان لوبغاړي محمد نبي د ښې لوبې له امله يې لوبډله بريا خپله کړه.
محمد نبي په دې لوبه کې په څلورو اوورونو کې يواځې ۱۵ منډې ورکړې او د سيالې ډلې دوه مهم او پياوړي لوبغاړي يې وسوځول.
د افغانستان د کرکټ دملي لوبډلي پخواني کپتان رييس احمدزي د محمد نبي د نننۍ لوبې ستاينه وکړه او ويې ويل چې هغه په دې لوبو کې خپل ګډون سم ثابت کړ.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې نبي نن د لوبې په ډير حساس وخت کې ډير ښه بالنګ وکړ او مخالفه لوبډله يې تر فشار لاندې راوستله، چې هغوي بيا تر اخره پورې سمه لوبه ونه شو کړاي.(پژواک)