صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

هند دې د افغانستان د کرکت په وده کې خپل رول ترسره کړي

هند دې د افغانستان د کرکت په وده کې خپل رول ترسره کړي

افغانستان له هندوستان څخه وغوښتل، چې د کرکـټ لوبې په وده او پرمختګ کې ورسره مرسته وکړي. دغه غوښتنه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو مدير بشير ستانکزي په هندوستان کې د دغه هېواد د کرکت د کنټرول بورډ ادارې له مسوولينو سره د ليدنې پر مهال کړې ده.

 بشير ستانکزي د سلواغې په ٣٠مه له هندوستانه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون يې په ممبيي ښار کې د هندوستان د کرکټ کنټرول بورډ ادارې له مسوولينو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي. هغه زياته کړه، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس د هندوستان د کرکـټ بورډ له سکرتر سنجي جګډال او د لوبو د ودې په برخه کې عمومي مدير رتناکار شيټي سره وليدل.

د ستانکزي په وينا، دا د دوى ترمنځ لومړنۍ اړيکه وه، دوى به هڅه وکړي، چې په راتلونکي کې دا ډول اړيکو ته ادامه ورکړي.نوموړى وايي، چې د هندوستان له بورډ څخه يې د لوبغاړو د روزنې، سکورنګ او په نورو برخو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

بشير ستانکزى وايي، چې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې ډېرى لوبغاړي په ملي لوبډله کې جذب شوي او اوس د يوه نوې ١٩ کلنې لوبډلې په جوړولو لګيا دي او د دې لپاره يې ٢٠ لوبغاړي ټاکلي چې ورته د ښې روزنې اړتيا شته.نوموړى وايي، چې افغان لوبغاړي ښه استعدادونه لري، خو د توپ وهلو يا بيټنګ په برخه کې ستونزې لري او په دې برخه کې يې له هندوستان څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

بشير ستانکزي زياته کړه، چې کرکټ په افغانستان کې په ډېرې تېزۍ سره پرمختګ کوي او له هندوستان څخه يې وغوښتل، چې د دې لوبې د نورې ودې او پرمختګ لپاره خپل مهم رول ولوبوي.د نوموړي په وينا، څلورو افغان لوبغاړو د بنګله دېش پريمير ليګ کرکټ سياليو کې ښه ځلېدلي او له هندوستان يې وغوښتل چې د اى پي اېل په سياليو کې ورته د لوبېدو چانس ورکړي. (پژواک)