صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

په تخار کې د معتادینو ډېروالي د دې ولايت خلک اندېښمن کړي

په تخار کې د معتادینو ډېروالي د دې ولايت خلک اندېښمن کړي

د تخار ولایت مرکز تالقانو کې د معتادینو ډېروالي او د مخدره موادو خرڅلاو خلکو ته ګڼ شمېر ستونزې پیدا کړي دي.
د تخار ولایت اوسېدونکي او دیني عالمان وایي چې په دې ولایت کې د معتادینو ډېروالي نشو ته د روغو ځوانانو د هڅولو ترڅنګ، ګڼ شمېر اجتماعي ستونزې هم پيدا کړې دي.
د تالقانو يو اوسېدونکی محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل چې د تالقانو په بېلابېلو سیمو کې نشه يي مواد د پرچون په بڼه په ښکاره ډول خرڅېږي، خو پولیس او اړونده مسؤلین یې مخه نه نيسي.
نوموړي وویل: "د هرې ورځې په تېرېدو سره د معتادینو شمېر ډېرېږي، مخدره مواد د ښار په واټونو او کوڅو کې په ښکاره خرڅېږي او دا وضعیت د اندېښنې وړ دی، په تخار ولایت کې د معتادینو د درملنې لپاره هم کوم معیاري روغتون او کلینیک نه دی جوړ شوی."
د تخار ولایت دیني عالمان د اسلام له نظره د کوکنارو کښت، تولید، قاچاق، خرڅلاو او استعمال حرام بولي او زياتوي چې د مخدره موادو استعمال خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان کړي دي.
د تخار یو دیني عالم مولوي عبدالصمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "افغانان باید د وروڼو په شان لاس سره ورکړي او د مخدره موادو د کښت، خرڅلاو او استعمال پر وړاندې ودرېږي، موږ باید په خپله ټولنه کې د داسې غیر شرعي کړنو مخه ونیسو، که نه نو زموږ هېواد به له یوه ستر بشري ناورین سره مخ شي."
د دې ولایت یو معتاد چې ساحل نومېږي، له ځوانانو غواړي چې د ځان، کورنۍ او ټولنې د ژغورنې لپاره له نشو ځان وساتي.
ده وویل: "ما پخوا کار کاوه، جوړ تیار وم، خو یوه ملګري به مې کله نا کله یو دود کرسټال راکاوه، په دې ډول معتاد شوم، کله چې معتاد شوم، هغه ملګري مې هم يوازې پرېښودم، اوس مې پوښتنه هم نه کوي، اوس اوزګار ګرځم."
د تخار ولایت له مخدرو موادو سره د مبارزې رئیس احمد خالد وایي چې په دې ولایت کې د کوکنارو کښت د پخوا په پرتله کم شوی، له همدې امله له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ځیني تشویقي پروژې په پلان کې لري چې د کوکنارو د بدیل کښت په توګه به یې تطبیق کړي.
احمد خالد زیاته کړه: "د راتلونکي کال لپاره په تخار ولایت کې د بدیل معیشيت پر موثرو پروګرامونو کار کوو، حکومت په پام کې لري په راتلونکي کال کې په دې ولایت کې ګڼې پروژې تطبیق کړي چې له دې سره سم به د خلکو ستونزې حل او د مخدره موادو د کښت، تولید او استعمال د زیانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي."