صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د اسان خدمت ادارې، د پاسپورټ ریاست ۲۲۸ کارکوونکو ته روزنه ورکړه

د اسان خدمت ادارې، د پاسپورټ ریاست ۲۲۸ کارکوونکو ته روزنه ورکړه

د اسان خدمت ادارې نن (د کب لومړۍ نېټه) د پاسپورټ ریاست ۲۲۸ لوړپوړو او ټیټ پوړو کارکوونکو ته د هغو روزنيزو ورکشاپونو او ټرېنینګونو بريلیکونه ورکړل چې د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه پېل او د مرغومي ١٩ نېټه پاى ته رسېدلي و.
په يادو روزنيزو ورکشاپونو کې د پاسپورټ کارکوونکو ته د کار اخلاق، له مراجعینو سره د غوره چلند، افهام او تفهیم، د وخت مدیریت، کاري لومړیتوبونو او د اسنادو مدیریتي کړن دودونو په برخو کې روزونه ورکړل شوې ده.
د دغو روزنيزو ورکشاپونو او ټرېنېنګونو اساسي موخه، له مراجعينو سره د پاسپورټ ادارې د کارکوونکو غوره چلند او په ښه توګه د مراجعينو د ستونزو حل بلل شوى دى.
د پاسپورټ ادارې مشر سید عمر صبور وايي، چې د اسان خدمت دغه روزنیز پروګرام د یاد ریاست د کارکوونکو په فعالیتونو او چلند کې مثبت بدلون رامنځته کړی او دغه راز د د دغې ادارې اجرایوي چارې هم ورسره چټکې شوې دي.
د صبور په وينا: " د پاسپورټ ریاست مدیریتي برخه پياوړې شوې او اوسمهال د هغه وضعيت مخنيوى شوى، چې له دې وړاندې به مراجعین په باد او باران کې له نيمې شپې تر سهاره د پاسپورټ ریاست مخې ته ولاړ وو".
د پاسپورټ ریاست د کارکوونکو د روزنې لړۍ په داسې حال کې پيل شوې چې په دې وروستیو کې د اسان خدمت ادارې له لوري د پاسپورټ "نوى سيستم" جوړ او ګټې اخيستو ته سپارل شوى دى.
ټاکل شوې چې له دغو اداري ټرینینګونو وروسته به ډېر ژر د یاد ریاست د کارکوونکو تخنیکي او مسلکي روزنه هم پيل شي.