صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

په افغانستان کې د ۱۱ ډوله نورو وحشي ژويو موجودیت تصدیق شو

په افغانستان کې د ۱۱ ډوله نورو وحشي ژويو موجودیت تصدیق شو

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د وحشي ژویو نړیواله ورځ ولمانځله او په ترڅ کې یې په هېواد کې د ۱۱ ډوله نورو وحشي ژویو موجودیت هم تصدیق کړ.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي نا امني، د وحشي ژویو د نسل د خوندیتوب لپاره د مناسب چاپېریال نشتوالی او د دوی غیر قانوني ښکار او قاچاق هغه څه دي چې د افغانستان د وحشي ژویو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس شاه زمان میوندي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۱۴» د وحشي ژویو د نړیوالې ورځې د لمانځلو پر مهال په کابل کې یوې ناستې ته وویل، افغانستان اوس د نادرو وحشي ژویو د موجودیت له پلوه، یو بډای هېواد ګڼل کېږي او د حکومت اړوندو ارګانونو، کورنیو او بهرنیو مؤسسو، خلکو، ښکاریانو او سوداګرو ته په کار ده چې د افغانستان د دغو نادرو وحشي ژویو د نسل پراخولو او خوندي کولو ته جدي پام وکړي.
ده وویل، دغه اداره په خپلو وروستیو څېړنو کې په هېواد کې د ۱۱ نویو وحشي ژویو موجودیت تصدیقوي او د ساتنې وړ یې ګڼي.
نوموړي زیاته کړه: "د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مخکې له دې د هغو ژویو چې د ژوند وضعیتیې ښه نهبرېښي، درې ځلې ارزونه کړې او د وحشي ژویو ۱۳۸ ډولونهیې په لېست کې شامل کړي او ننیې د وحشي ژویو ۱۱ نور ډولونه چې ژوند یې د اندېښې وړ دی، د ساتل شویو ژویو په لېست کې زیات کړل چې شمېر يې په مجموع کې ۱۴۹ ته لوړ شو."
ښاغلي میوندي وویل، په دغو نویو وحشي ژویو کې چې ساتنه، پالنه او د نسل پراختیا او خونديتوبیې ضرور دی، دوه ډوله تي لرونکي، درې ډوله خزندې، درې ډوله الوتونکي، یو ډول نبات او دوه ډوله کبان شامل دي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي په داسې حال کې په هېواد کې د وحشي ژویو د ساتنې، پالنې او د دوی د نسل د پراخولو او خوندیتوب خبرې کوي چې پخوا تر دې د افغانستان د ځینو غربي ولایتونو اوسېدونکو شکایتونه کړي چې د کندهار، فراه او ځینو نورو ولایتونو په لیرو پرتو دښتو کې پر کورنیو ښکاریانو سربېره، ځیني بهرني ښکاریان هم لیدل شوي چې د افغانستان ځیني نادر وحشي ژوي یې په غیر قانوني توګه ښکار کړي دي.
د چارو پوهان وايي، د ناامنیو تر څنګ، د وحشي ژویو غیر قانوني ښکار بله لویه ستونزه ده چې د وحشي ژویو نسلیې کم کړی دی.
د دغو کارپوهانو له ډلې غلام رسول صمدي ازادي راډیو ته وویل: "جنګ او وچکالیو پر دوی منفي تأثیر وکړ او د انقراض او لږوالي په حالت کې دي، په هغو سیمو کې چې دغه حیوانات ګرځي راګرځي، باید وساتل شي او کوم قوانین چې دولتیې د ښکار په اړه لري، باید وڅارل شي چې څوک د دغو ژویو ښکار ونهکړي."
د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، اوسمهال بند امیر، واخان، شاه فولادي او په کابل کې قول اب چکان هغه سیمې دي چې د وحشي ژویو د اوسېدو لپاره مناسبې دي، خو د چارو پوه غلام رسول صمدي دغه کارونه کافي نهګڼي او تأکید کوي چې که دولت د دغو وحشي ژویو د خوندیتوب او د دوی د نسل د پراختیا لپاره طبیعي سیمې نهشي ساتلی، باید مصنوعي سیمې ورته جوړې کړي.
او د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د دغو ستونزو د کمولو لپارهیې پلانونه ترتیب کړي چې په ځینو ځایونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.