صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ننګرهار کې حکومت ته د پېغور ورکولو په موخه خلکو يو سړک اخيړ کړ

ننګرهار کې حکومت ته د پېغور ورکولو په موخه خلکو يو سړک اخيړ کړ

د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو او خلکو د کابل – جلال اباد دويم لين سړک حکومت ته د پېغور ورکولو په موخه اخېړ کړ او ويې ويل چې که حکومت د دغه سړک کار پيل نه کړي؛ نو دوی به نور مدني حرکتونه هم وکړي.
د ياد سړک چې نږدې څلور کاله وړاندې يې د جوړېدو چارې پيل شوې دي، د قرارداد له مخې بايد تر درېیو کلونو بشپړ شوی وای؛ خو نږدې څلور کاله کېږي چې همداسې نيمګړی پاتې دی.
د سړک نه جوړېدو له امله د ننګرهار د سرخرود، خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو خلک له ستونزو سره مخ دي او هره ورځ ښار ته د تګ راتګ پرمهال ساعتونه ساعتونه انتظار کوي.
د کب په ۲۵مه د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو، قومي مشرانو او د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکو چې شمېر يې ۲۰۰ کسانو ته رسېده د حشر پرمهال د کابل – جلال اباد دويم لين سړک له قير پاتې برخې اخېړ کړې.
د ياد حشر يو تنظيموونکي او مدني فعال برهان الدين سيرت وويل، موخه يې له دغه کار څخه ولايتي ادارې او ټول حکومت ته په دغه کار کې د پاتې راتلو له امله پېغور ورکول دي.
دی وايي، نږدې څلور کاله وړاندې د سړک جوړېدو کار پيل شو او درېيو کلونو کې يې د چارو د بشپړېدو وعده وه؛ خو درې کاله وروسته يې شپږ مياشتې نور وخت هم اخيستی، په دغه وخت هم څو مياشتې تېرې شوې؛ خو سړک لا جوړ نه دی.
د حشر يو بل ګډونوال حامد محمودي وايي، پر دغه سړک د ننګرهار د څلورو ولسواليو خلک تګ راتګ کوي، چې له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي دي. دی وايي، په هغو سيمو کې چې دا سړک تېر شوی، دواړو خواوو ته يې د خلک کورونه او دوکانونه ړنګ شوي، په پټيو کې يې ولاړ فصلونه ويستل شوي، سړک وران شوی؛ خو تر اوسه بېرته ونه رغول شو.
حفيظ الله غيرت د حشر يو بل ګډونوال دی او حکومت ته ګوت څنډنه کوي چې که د سړک جوړېدو کار پيل نه شي؛ نو دوی به په نورو اعتراضونو او مدني حرکتونو لاس پورې کړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د سړک کار د ځينو تخنيکي ستونزو له امله درول شوی او تر هغه وخته چې شرکت خپلې ستونزې هوارې نه کړي؛ نو د سړک کار نه پيلېږي.
دی مني، چې د سړک ۸۰ سلنه کار پاتې دی؛ خو تر هغه وخته چې په کار کې شفافيت او معيار مراعت نه شي، ولايتي اداره يې د پيل اجازه نه ورکوي.