صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۷ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

خبريالان: زموږ پروړاندې ننګونې ډېرې دي

خبريالان: زموږ پروړاندې ننګونې ډېرې دي

په هېواد کې يوشمېر خبريالان او د رسنيو کار کوونکي وايي چې پروړاندې يې ننګونې ډېرې دي او حکومت ددغې ننګونې په حلولو کې يوازې د شعار او قوانينو رامنځ ته کولو تر کچې کار کړی او د عملي کېدو لپاره يې هيڅ اقدام نه دی کړی.
د کب ۲۷مه د خبريال ورځ ده،دغه ورځ په هېواد کې له څو کلونو راهيسې نمانځل کېږي، خو  خبريالان په دې ورځ د ځان پر وړاندې د شته ننګونو په اړه اندېښنه په ډاګه کوي.
په کابل کې د يوه خصوصي تلوېزيون خبريالې، پروانې بهار وويل چې د خبريالانو پروړاندې ننګونې ډېرې زياتې دي، نا امنۍ، اطلاعاتو ته نه لاس رسی او ځواب ويلو ته پر وخت د چارواکو نه حاضرېدل يې مهمې ستونزې دي.
نوموړې زياته کړه چې اطلاعاتو ته د لاس رسي لپاره د زمينې برابرېدل، امنيتي او کاري خونديتوب د هر خبريال غوښتنه ده.  خو  زياته يې کړه:" د خبريالۍ له مسلک سره مينه لرم او غواړم چې خپل خلک د هېواد او نړۍ له پېښو څخه خبر کړم، بايد د ټولو ننګونو پروړاندې مبارزه وشي او د برياليتوب  لپاره له مبارزې څخه به هېڅکله لاس وا نه خلم."
د احمد پتيال په نامه يوه بل خبر يال وويل:" ننګونې ډېرې دي، خو په ټوله کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او پوځي کسانو له خوا خبريالانو ته د درناوي نه شتون، د سر خونديتوب  او مناسب معاش نه شتون، تر ټولو مهمې ننګونې دي."
پتيال هم له حکومت څخه وغوښتل چې د خبريالانو د امنيت خونديتوب، د رسنيو له خوا د خبريالانو د معاش ورکړې او اطلاعاتو ته د لاس رسي حق قانون عملي کېدو لپاره دې اقدامات وکړي.
د کابل پوهنتون استاد عبدالقهار جواد وويل چې د دندې خونديتوب نه شتون د خبريالانو پروړاندې يوه ممهمه ستونزه ده، داسې چې که د رسنيو خاوندان هر وخت وغواړي، خپل خبريالان له دندو څخه لرې کولی شي او په ځينو مواردو کې د خبر د مديرانو، ايډيټرانو او رسنيو د خاوندانو د شخصي غوښتنو تپل، د سانسور رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.
د افغانستان له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې( نى) يوه مسوول، صابرفهيم وويل چې حکومت د خبريالانو د حقوقو پرځای کولو په برخه کې د قوانينو د جوړېدو تر حده د شعار تر کچې کار کړی او د عملي کېدو لپاره يې هېڅ کار نه دی کړی.
هغه زياته کړه چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وخت کې، اطلاعاتو ته د لاس رسي حق قوانينو له نه شتون سره سره، د حکومت له خوا خبريالانو ته دغه حق ور کول کېده، خو نن سره له دې چې په دې اړه قوانين هم شتون لري، خبريالان د بيان ازادۍ او اطلاعاتو ته د نه لاس رسي له ستونزو سره مخ دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستيال، سيد اقا حسين فاضل سانچارکي ومنله چې خبريالان ځينې وخت اطلاعاتو ته د نه لاس رسي له ستونزې سره مخ دي، ځکه د وازرتونو په چوکاټ کې اطلاعاتو ته د لاس رسي حق اړونده ادارې شتون نه لري.
نوموړي زياته کړه چې اطلاعاتو ته د لاسر سي حق قانون تېره اوونۍ له سره وکتل شو او له څېړنو وروسته يې د تعديل طرحه تاييد شوه.
د نوموړي په وينا، معلوماتو ته د خبريالانو لاس رسی د ښه کېدو په حال کې دی او د تېرو کلونو په پرتله د رسنيو او خبريالۍ د فعاليتونو زمينه ښه شوې او هڅه کېږي چې د خبريالانو پروړاندې شته خنډونه لرې کړل شي.