د بغلان والي  عبدالحي  نعمتي  دکب په  ۲۸ مه پژواک خبري اژانس ته وویل  چې د ملي امنیت  منسوبینو نن ..." /> د بغلان والي  عبدالحي  نعمتي  دکب په  ۲۸ مه پژواک خبري اژانس ته وویل  چې د ملي امنیت  منسوبینو نن ..." />

صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د بغلان د نفتي موادو ادارې امر د اختلاس په تور ونیول شو

 د بغلان د نفتي موادو ادارې امر د اختلاس په تور ونیول شو

د بغلان دملي امنیت  منسوبینو له خوا د نفتي  توکو ادارې  امر  د ۳۰۰  زره افغانیو داختلاس په تور ونیول شو.
د بغلان والي  عبدالحي  نعمتي  دکب په  ۲۸ مه پژواک خبري اژانس ته وویل  چې د ملي امنیت  منسوبینو نن ددې ولايت د نفتي توکو امر یت امر  د اختلاس په تور نیولی  اوڅارنوالۍ  ته یې سپا رلی دی .
هغه زياته کړه، ملي امنيت تر اوسه ولايت مقام ته په دې اړه ملعومات نه دي ورکړي، خو نيول شوى کس له ډېرې مودې راهيسې تر شک او څار لاندې و.
د والي په وينا، نن له شواهدو او اسنادو سره يو ځاى نيول شوى دى.
د دې ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند ذبیح الله شجاع  پژواک ته وویل ، د نوموړي د نيونې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل چې د اختلاس  شویو پیسو  کچه ورته نه ده معلومه  .
خو د ولايتي شورا غړي شمس الحق  بارکزي پژواک ته وويل، ياد تن د ٣٠٠ زره افغانيو د اختلاس په تور نيول شوى دى.
بارکزي زياته کړه  چې له تورن کس سره د هغه زوى هم نيول شوى.
د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت د پوهنې  ریاست  درې تنه   مامورین  هم د څلور  میليونه  افغانیو داختلاس  په تور نیول شوي  او څارنوالۍ ته سپارل شوي وو .