صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

برمک: پر کورنيو چارو وزارت د بريد په اړه څېړنې روانې دي

برمک: پر کورنيو چارو وزارت د بريد په اړه څېړنې روانې دي

  د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په ځېنو شخصي کورونو کې ترهګر ساتل کېږي او بيا په ښار کې بريدونه کوي.
برمک د غبرګولي په ١١مه، ازادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د کابل  ښار په ځېنو شخصي کورونو کې ترهګر ساتل کېږي.
هغه زياته کړه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کورنيو چارو وزارت پر وزارت د ډله ييز بريد  په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د نوموړي په وينا، له بشپړې پلټنې وروسته به په ډاګه شي، چې په دوو زرهي موټرو کې سپاره بريدګر له کومه ځايه او څه ډول د کورنيو چارو وزارت تر دروازې رسيدلي وو.
په عصري وسلو او وسايلو مجهزو لسو تنو بريدګرو د کورنيو چارو وزارت له لومړۍ تالاشۍ هم تېر شوي وو، خو په دويم قرول کې تر چاودنې وروسته نښته وشوه، چې په نيم ساعت کې لس واړه ووژل شول، په دې پېښه  کې يو پوليس هم وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي وو.
داعش ډلې ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى او د بريدګرو عکسونه يې هم خپاره کړي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وايي، دا بايد په دقيقه توګه وپلټل شي، چې بريدګر له کومه راغلل، دا زرهي وسايط يې له کومه کړي .
د هغه په وينا، اوس هم د کابل ښار په ځېنو شخصي کورونو کې ترهګر ساتل کېږي.
بلخوا د کابل امنيه قوماندان داود امين وايي، هغه موټر چې بريدګرو ترې استفاده کړې، اسناد نه لري او د پېژندنې لپاره يې څېړنې روانې دي. هغه زياته کړې، چې اوس هم په کابل ښار کې د بريدګرو موټرو ته ورته بې اسناده موټر تګ راتګ کوي.
د نوموړي په وینا، د ملي شورا یوشمېر غړي، جنرالان او حکومتي چارواکي له داسې زرهي موټرو استفاده کوي.
امنيه قوماندان تاييدوي، چې پوليس دا ډول د تالاشۍلپاره نه دروي ، ځکه دوی پوهېږي چې دا موټر د حکومتي چارواکو دي.