صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ام ټي ان افغانستان د لومړي ځل لپاره د یلو نړیوالې کاري ورځې، چې د ځوانانو د مسلکي راتلونکي لپاره جوړیږي کوربه توب کوي

ام ټي ان افغانستان د لومړي ځل لپاره د یلو نړیوالې کاري ورځې، چې د ځوانانو د مسلکي راتلونکي لپاره جوړیږي کوربه توب کوي

ام ټي ان افغانستان د ۲۰۱۸ کال د یلو پاملرنې ۲۱ ورځني کمپاین په لړ کې چې د څوانانو د پیاوړي کولو تر شعار لاندې په لار اچول شوی و؛ د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو په معینیت کې د ظرفیت لوړونې یو مرکز  او په هرات ولایت کې په عصري وسایلو مجهز کمپیوټر لب جوړ کړ ،  همداراز د ځوانانو د ظرفت لوړولو په موخه یې یو ترېنېنګ هم ترسره کړ. ام ټي ان افغانستان د کمپاین په وروستۍ ورځ د ځوانانو لپاره د یلو کاري ورځې کوربه و او د کابل په نوي ښار کې یې د ام ټي ان افغانستان مرکزي څانګې ته لسګونه ځوانان را بللي وو، تر څو د ام ټي ان د کاري او مسلکي ټيمونو فعالیتونه له نږدې وګوري.
په پیل کې د ام ټي ان ټیم لخوا، ګډونوالو ته د Mobile Money خدمت په اړه پریزینټیشن وړاندې شو، وروسته ویناوالو، هر  یوه ښاغلي .... او د کاروان پوهنتون رئیس او د ACB بانک شریک ښاغلي سید جاوید اندیش ، په ترتیب سره د نوې ټکنالوژۍ او  د خپل پرمختګ د رازونو په اړه ځوانانو ته وینا وکړه.
ښاغلي .... په خپلو خبرو کې وویل: « موږ  په خپل و خت کې دغه ډول فرصتونه نه درلودل، تاسو تر ټولو نیکمرغه ځوانان یاست چې ام ټي ان دغه ډول فرصتونه در ته برابر کړي دي او زه د ام ټي ان افغانستان شرکت له مشرتابه، په ځانګړي ډول د دغه شرکت له رئیس ښاغلي حسن جابر او د موسسه يي خدمتونو له رئیس ښاغلي هدایت الله زاهد څخه مننه کوم چې ځوانانو ته یې ډغه ډول فرصتونه برابر کړي دي.»
همدارنګه ښاغلي سید جاوید اندیش ځوانانو ته په خطاب کې وویل:« دغه ډول فرصتونه غنیمت وګڼئ او زیاته ګټه ترې پورته کړئ؛ بریالي کسان تل هلې ځلې کوي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه په اعظمي کچه ګټه پورته کوي.» وروسته ځوانانو د خپل مسلک او تحصیلي مخینې پر آساس په جلا جلا توګه د ام ټي ان له بېلا بېلو کاري څانګو څخه لیدنه وکړه.
په دې ورځ کې ځوانانو ته فرصت برابر شو، تر څو د ام ټي ان کاري ټيمونه او چارې له نږدې وګوري. دغه لیدنه ځوانانو ته د مسلکي پوهې او کاري وړتیاوو د لوړولو زمینه برابروي او دا د ام ټي ان یو له هغو ژمنو څخه ده چې زموږ په ټولنو کې یې د مثبت بدلون رامنځته کولو لپاره لري.
د یادولو وړ ده چې ام ټي ان، یلو کاري ورځ په یوه وخت کې په ټولو هغو هېوادونو کې و لمانځله چې ام ټي ان  پکې مخابراتي چوپړتیاوې وړاندې کوي.
ام ټي ان افغانستان له دې وړاندې په تعلیمي سکتور کې اړمنو زده کوونکو ته ۶۰۰ یو کلنې او دوه کلنې بورسیې برابرې کړې وې او د ظرفیت لوړونې په موخه یې یو لړ پروګرامونه ترسره کړي وو چې په هغې کې ښوونکو ته ښوونیز سیمینارونه، درسي توکي، کتابتونونه، سیار درسي ټولګي او نور شامل وو.همدارنګه د خیریه مرستو په لړۍ کې یې د خوراکي توکو، جامو او ناروغانو ته د وینې ورکړې په برخو کې هم مرسته کړې وه.