صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

کونړ کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کونړ کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د کونړ د نورګل ولسوالۍ له ٥٦٠ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه او والي وويل چې د دغې ولسوالۍ د مزار دره له داعشيانو تصفيه شوې او دغه کورنۍ به ژر خپلې دغې سيمې ته ستنې شي.
يادې کورنۍ شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هغه مهال له خپلې سيمې د ولسوالۍ مرکز ته کډه شوې، چې په مزار دره کې دولتي ځواکونو عمليات پيل کړل.  چارواکي وايي چې ولايتي ادارې نن د يادې ولسوالۍ په مرکز کې له دغو کورنيو څخه هرې يوې ته ۲۵ کیلو ګرامه وریجې، ۲۰ کیلو ګرامه لوبیا، لس لیتره غوړي او یو ترپال ورکړل.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال د خوراکي توکو د وېش پر مهال، وويل چې د مزار دره د داعش ډلې له شتون څخه پاکه شوې او ډېر ژر به بېځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شي.
والي د جزيياتو له ورکولو پرته وویل چې دولتي ځواکونه به د داعش ډله د کونړ په ټولو هغو سيمو کې وځپي چې دا مهال هلته شتون لري.
له يادو بېځايه شويو کسانو څخه د سرور په نوم يو تن چې د مرستې توکي يې تر لاسه کړي، له دولت څخه مننه وکړه چې مرسته يې ورسره وکړه، خو ويې ويل:"زموږ لپاره یاده مرسته بسنه نه کوي، ځکه چې زموږ څخه ډک کورونه پاتې شوي او هرڅه ته اړتیا لرو، په کار ده چې له زموږ سره اساسي مرستې وشي."
د عباس په نوم يو بل تن چې هغه هم د مرستي ياد توکي تر لاسه کړي، له دولت څخه وغوښتل چې دغو بېځايه شويو سره د خېمو مرسته وکړي.
هغه زياته کړه :" موږ د غرنیو سیمو غریب اوسېدونکی یو، د دې وس نه لرو چې کرایي کورونه ونیسو، حکومت دې زموږ په سیمو کې په دوامداره توګه د امنیت لپاره کار وکړي، ترڅو داعشیان بیا رانه شي او موږ خپلې سيمې ته ولاړ شو.