صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ولسمشر : اريانا دې کندوز او نورو ولايتونو ته الوتنې پيل کړي

ولسمشر : اريانا دې کندوز او نورو ولايتونو ته الوتنې پيل کړي

  ولسمشر اشرف غني د اریانا هوایي شرکت ته امر وکړ چې د کندوز ولايت ترڅنګ دې د هېواد نورو ولایتونو ته هم الوتنې پېل کړي.
له ارګ څخه د تلې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ غونډه کې د کندز ولایت د انکشافي پروژو د تطبیق څرنګوالی وارزول شو.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني په دې غونډه کې وویل، کندز ولایت د ظرفیت له نظره د هېواد تر ټولو بډای او متحرک ولایت دی چې کمه پاملرنه ورته شوې ده.
هغه زياته کړې، په ولایتونو کې تشکیلات بسنه نه کوي او ډېر ژر به د کندوز ولایت په ګډون د هېواد په ولایتونو کې مثبت بدلونونه راشي، دغه راز به له مرکز څخه ولایتونو ته د راتلونکي کال بوديجه انتقال شي.
وروسته د کندز والي عبدالجبار نعیمي د کندز ښار د ماسټر پلان په اړه خپل راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه، له مرکز څخه استول شوي پلاوي د کندوز ښار ماسټر پلان ارزولی چې له بشپړولو وروسته د دې ښار د ماسټر پلان عملي کار پیلېږي.
نوموړي د کندوز له هوايي ډګر څخه د ملکي هوايي الوتنو لپاره  د ګټې اخیستنې د غوښتلو ترڅنګ له ولسمشر څخه وغوښتل چې د امام صاحب د سړک د عملي کار د پېلولو او د الچین پله د بدیل د بیارغونې په اړه چې ویجاړ شوی اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړي
دغه راز د کندز والي په دغه ولایت کې د مور او ماشوم د روغتیايي مرکز د جوړولو ترڅنګ د دې ولایت د شېرخان بندر او سپین زر تصدیو د بیا فعالولو غوښتنه هم وکړه.
ولسمشر غني د کندوز والي د راپور له اورېدو وروسته وویل، د کندوز ښار ماسټر پلان دې نهایي او د دغه ولایت د حلقوي سړک د رغوونې په برخه کې دې چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم دی، اقدام وشي.
هغه د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ښارجوړولو وزارتونو او د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د سپین زر کرنېزې تصدۍ د ځمکو په اړه واضح طرحه راوړي، همدارنګه یې د اریانا هوایي شرکت ته امر وکړ چې نه یوازې دغه ولایت، بلکې د هېواد نورو ولایتونو ته هم الوتنې پېل کړي.
په همدې ترتیب، ولسمشر د صنعت او سوداګرۍ وزارت او په مالي او بانکدارۍ چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار اجمل احمدي ته لارښوونه وکړه چې د کندوز د سپین زر تصدۍ د بېرته فعالولو په اړه خپله طرحه وړاندې کړي