صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

خليلزاد او حکمتيار پر سوله او د جګړې پر پاى ته رسولو خبرې وکړې

خليلزاد او حکمتيار پر سوله او د جګړې پر پاى ته رسولو خبرې وکړې

  د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتيار سره د جګړې پر پاى ته رسولو او سولې پروسې خبرې وکړې.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون په کابل کې له انجنير ګلبدين حکمتيار سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو، د سولې د ټینګښت، راتلونکو ټاکنو او ځينو نورو مهمو ملي مسايلو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، خليلزاد د سولې په برخه کې د حزب اسلامي د مشر هڅې وستايلې او د لا زياتې همکارۍ غوښتنه يې ترې وکړه.
د حزب اسلامي مشر زلمي خليلزاد ته ډاډ ورکړ چې د جګړې د پای ته رسېدو او بین الافغاني سولې د ټينګښت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
حکمتيار په دې ليانه کې ويلي: ((موږ او ټول افغانان تلپاتې سولې ته رسېدو غوښتونکي يو او د داسې سولې طرفدار يو چې با عزته وي او پايلې يې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.))
د سرچينې په وينا، دغه راز حکمتیار پر شفافو او عادلانه ټاکنو هم ټینګار وکړ او زياته يې کړه چې له بحرانه د وتلو يواځېنۍ لار رڼې ټاکنې دي.
په دې کتنه کې په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جان باس او ورسره پلاوي، د حزب اسلامي د سیاسي چارو رييس ډاکتر باختر امينزي، انجنیر محمد امین کریم، ډاکتر فاروق وردک، محمد همايون جرير  او حبیب الرحمن حکمتیار هم حضور درلود.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته زلمي خليلزاد تېره اوونۍ خپل سفر له افغانستان څخه پيل کړ.
هغه په کابل کې له ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد سياف، ګلبدين حکمتيار او ځينو نورو مشرانو سره وليدل او ورسره يې د سولې په اړه مشورې وکړې.
له کابل وروسته زلمى خليلزاد پاکستان، سعودي ، قطر او متحده عربي اماراتو ته ولاړ او ددغو هېوادونو له مشرانو سر يې پر افغان سولې مشورې او خبرې وکړې.
هغه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره تر ليدلو وروسته پرون بېرته کابل ته ستون شو او ولسمشر اشرف غني ته يې د  خپلو سفرونو راپور وړاندې کړ.