صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

تدارکاتو کمېسیون ۱۳ تړونونه منظور کړل

 تدارکاتو کمېسیون ۱۳ تړونونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴،۵۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ تړونونه منظور کړي دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې پر ۱۸ تدارکاتي موردو هر اړخیز بحث وشو چې په پايله کې د ۴،۵۷ میلیارد افغانیو په ارزښت لاندې ۱۳ پروژې منظورې شوې:
· د فوایدعامې وزارت اړوند د کابل ښار د کمپنۍ له پله څخه تر ميدان‏ ښار دراني بازار پورې د لومړۍ برخې د دوهم لین د سړک د جوړولو د پروژې د قرارداد ورکړه؛
· د کلیو او پراختیا وزارت اړوند په مشروط ډول د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د دې منډا څخه تر عباس‏خېلو پورې د اته کيلو متر په اوږدوالي د سړک د جوړولو او قیرولو د قراداد د ورکړې پروژې منظورېدل؛
·  د فواید عامې وزارت اړوند د ۱۱،۹ کیلومترو په اوږدوالي د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د بازار د سړکونو د بیې پر زیاتوالي سربېره د وخت د تمدید د منظورۍ وړاندیز؛
· د فواید عامې وزرات اړوند د ۲۵ کیلومترو په اوږدوالي د هرات ولایت د بای پاس سړک جوړولو د پروژې د دویم لاټ د قرارداد د بیې پر زیاتوالي سربېره د وخت د تمدید د منظورۍ وړاندیز؛
· د فواید عامې وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د ۶۰۰ بستریز سیمه ‎‎ییز روغتون د ودانۍ جوړولو د پروژې د قراردا د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
·  د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد، مالي ملاتړ او چارو اداري لوی ریاست اړوند د دارالامان د تاج بېګ ماڼۍ د بنسټیز ترمیم د پروژې، د کابل د څرخي پله د زندان د ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو د پروژې، د څرخي پله زندان د پراختیايي پروژې او د همدې ریاست اړوند یو مرمۍ ضد لنډکروزر د ورکړې د منظورۍ وړانديزونه؛
·  د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د ۱۳۹۷ کال لپاره د افغان ټېلیکام شرکت د شپږو زونونو د سایټونو او ترانسپورټ د اړتیا وړ تېلو د برابرولو او تدارک د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
· د کورنیو چارو وزارت اړوند د پنځه قلمه تبلیغاتي موادو د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
·  د ملي دفاع وزارت اړوند د مرکزي او ساحوي قطعاتو او واحدونو د اړتیا وړ ۳۸ قلمه مفروشاتي توکو دقرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
·  او د ملي دفاع وزارت اړوند د پامیر ۲۰ فرقې د ۴۰ بابه کنکسونو د لېږد پروژې وړاندیز؛
سرچينه کاږي، ملي تدارکاتو کمېسیون د فوایدعامې وزارت اړوند د بګرام له دوسرکې څخه تر جبل السراج پورې د ۲۵،۶۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي د دویم سرک د جوړولو پروژې د قرارداد ورکړه د عامه خبرتیا د خپرولو د نېټې د نه بشپړېدو په خاطر بېرته ور وګرځوله.
ملي تدراکاتو کمېسیون د یاران اصیل د مالدارۍ د خدمتونو د شرکت پر پانګونې د بحث ترڅنګ ځینې سپارښتنې هم وکړې.
سربېره پر دې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د کاسا۱۰۰۰ پروژې او د افغانستان له خاورې سنګ تودا څخه تر نوښار سیمې پورې په درې برخو کې د برېښنا د مزو د تمدید د تړونونو او د اسعارو د نوعیت د برابرولو پر یادښت هم بحث و شو چې کمېسیون منظور کړ. د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې مسولینو سربېره د ملي شورا د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.