صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ننګرهار کې د برېښنا د نشتوالي له امله لسګونه فابريکې په ټپه ولاړې دي

 ننګرهار کې د برېښنا د نشتوالي له امله لسګونه فابريکې په ټپه ولاړې دي

د ننګرهار ولايت د صنايعو او معدنونو خونه وايي چې دغه ولايت ته له نغلو د راغلې برېښنا قطع کېدو له امله ټولې فابريکې په ټپه ولاړې دي او زرګونه کاريګر بې روزګاره شوي دي.
له تېرو يوولسو ورځو راهيسې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د ځايي وسله والو له لوري د برېښنا هغه لينونه قطع شوي چې د کابل له نغلو برېښنا کوټ يې د لغمان او ننګرهار ولايتونو ته برېښنا انتقال کړې ده.
د ننګرهار د سوداګرۍ رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا ۲۴۱ لويې او وړې صنعتي فابريکې فعالې  دي چې له ۴۰۰۰ ډېرو کسانو ته په کې کاري زمينه برابره شوې ده.
د ننګرهار ولايت د صنايعو او معدنونو خونې رييس حاجي تورملنګ پژواک اژانس ته وويل، د برېښنا د نه موجوديت له امله په دغه ولايت کې ټولې فابريکې په ټپه ولاړې دي او زرګونه کاريګر بې روزګاره شوي دي.
هغه زياته کړه، د يادې ستونزې د دايمي حل او د عاجل حل لپاره نه د برېښنا عمومي رياست کار کړی او نه هم د ننګرهار او لغمان ولايتونو چارواکو کوم ګام پورته کړی دی.
بلخوا د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس شير عالم امله وال وايي چې په دغه ولايت کې اوسمهال د ۲۴۱ په شاوخوا کې لويې او وړې صنعتي فابريکې فعالې  دي چې شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته په کې کاري زمينه برابره شوې ده.
هغه مني چې د برېښنا او امنيت نشتوالی دغلته د سوداګرۍ او او په ځانګړي توګه د صنعت پر وړاندې لوی خنډونه دي.
خو ننګرهار او لغمان ولايتونو وياندويان وايي چې د برېښنا ستونزه نن حل شوې او د ورځې په اوږدو کې به اوسېدونکي د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې سيمې ته د قومي مشرانو يو پلاوی استول شوی و او له ځايي وسله والو سره تر خبرو اترو وروسته هغوی اجازه ورکړې چې د برېښنا لينونه بېرته وتړل شي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی هم ورته څرګندونې لري او وايي، د ورځې تر پایه به بېرته د برېښنا لينونه وتړل شي او د برېښنا لېږد به جريان پيدا کړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د برېښنا رييس انجنير اکرام الله عابد له پژواک سره د خبرو پر مهال تاييد کړه چې د برېښنا لينونه دوه ځايه قطع شوي، د يو کار خلاص شوی خو دويم ځای يې ۱۲۰ متره لين کمښت کړی چې هغه به هم د ورځې تر پايه وتړل شي.
تر دې وړاندې هم په ځلونو ځلونو دغه لينونه قطع شوي او له امله يې په ورځو ورځو د جلال اباد او مهترلام ښاريان د برېښنا له نعمت څخه بې برخې شوې دي.