صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ننګرهار کې ملي امنيت د داعش ډلې اړوند یوه پاکستانۍ کورنۍ نيولې ده

ننګرهار کې ملي امنيت د داعش ډلې اړوند یوه پاکستانۍ کورنۍ نيولې ده

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنيت موظفينو د ځانګړو عملياتو پرمهال د داعش ډلې يوه پاکستانۍ کورنۍ نيولې او دغه راز يې درې ځانمرګي واسکټونه هم تر لاسه کړي دي.
چارواکو دا هم وويل چې د ملي امنيت په هلو ځلو د داعش ډلې درې وسله وال هم د سولې له بهير سره يوځای شوي دي.
د ملي امنيت ادارې له لوري نيول شوي او د سولې له پروسې سره يوځای شوي داعشيان او دغه راز د ځانمرګو واسکټونه د تلې په ۲۵مه د يو رسنيز کنفرانس پرمهال رسنيو ته وښودل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي خبريالانو ته وويل، د محمد افضل په نوم د پاکستان د لاهور اوسېدونکی،چې له تېر یو کال راهیسې د داعش په لیکو کې يې فعالیت کاوه او غوښتل یې چې د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ شي،د هغه له مېرمنې او دوو کوچنیو لورګانو سره یو ځای د ملي امنیت مؤظفینو له لوري د اچین په باندر سیمه کې نیول شوی دی .
نوموړي زیاته کړه، همدا راز د ملي امنیت مؤظفینو د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو پر مهال د ځانمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي درې واسکټونه هم نیولي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، واسکټونو کې د HME په نوم تر ټولو سخت تخریب کوونکي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي،چې په چاودنو سره یې د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د اور لګېدو چاره هم ترسره کوله، خو له وړاندې یې مخنیوی وشو.
خوږیاڼی وایي،د حبیب،عباس او عرفات په نومونو درې وروڼه چې له تېرو درې کلونو راهیسې یې د داعش په لیکو کې په کوټ،هسکه مینه او نورو سیمو کې فعالیت کاوه،د ملي امنیت په هلو ځلو له خپلو وسلو سره یو ځای د سولې بهیر سره یو ځای شول .
د ملي امنیت مؤظفینو له لوري د پاکستانۍ داعش کورنۍ مشر محمد افضل چې په اردو ژبه یې خبرې کولې،وویل،افغانستان ته د یو شمېر کسانو له لوري جګړې ته هڅول شوى و،خو د یو کلن فعالیت په ترڅ کې وپوهیده چې د داعش په لیکو کې فعالیت کول یواځې مسلمان وژنه ده او له همدې امله یې په خپلې کړنې پښېماني هم ښکاره کړه .
د نوموړي مېرمنې صدره هم د داعش په لیکو کې په ترسره  کړي فعالیت اعتراف وکړ.
په ورته وخت کې د سولې بهیر سره د یو ځای شوو وروڼو مشر حبیب وویل،د جنګي طالبانو له ظلمونو وروسته یې درې کاله وړاندې د داعش په لیکو کې فعالیت پیل کړ، خو د هغوى د ظلمونو،وحشت او نامشروع جنسي اړیکو د ترسره کولو او لیدلو له امله یې د سولې لاره غوره کړه . داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.