صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د ولسي جرګې ټاکنوملي پروسې د بریالي ترسره کېدو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا متن

د ولسي جرګې ټاکنوملي پروسې د بریالي ترسره کېدو په اړه  د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم
په پیل کې د انتخاباتو لپاره د ثبت نام له وخت څخه تر رایې ورکولو پورې په دغه ملي پروسه کې چې نن پای ته ورسېده، د ټولو شهیدانو پاک روح ته دعا کوم. دوی د ولسواکۍ د لارې شهیدان دي. دوی د خپلو وینو په بدل کې د ولسواکۍ څراغ خپلو راتلونکو نسلونو ته روښانه پرېښود او یاد به یې تلپاتي وي او راتلونکي نسلونه به ورباندې ویاړي.
د افغانستان عظیم ولسه!
 له تاسې ټولو مننه، تاسې د خپلې رایې د کارولو له لارې نړۍ ته وښوده چې خشونت نه غواړئ. تاسې د ولسواکۍ لپاره خپله اراده ثابته کړه؛ تاسې طالبانو ته ثابته کړه چې دا ولسونه هېڅوک هم په زور نشي مهارولی. تاسې ته د طالبانو له خوا واضح او ښکاره ګواښ وشو، خو تاسې په ټول قوت خپله اراده تمثیل کړه او زور ته تسلیم نه شوئ؛ اوس که طالبان دغه اخلاقي جرات لري را دې شي او خپل زور دې د ملت په منځ کې ښکاره کړي.
طالبانو ته وایم، راشئ! او ښکاره کړئ چې ستاسو طریقه او لاره په ولس کې محبوبیت لري او که د ولسواکۍ لاره؟ دا ګز دا میدان. افغانانو خپلو دښمنانو ته وښوده چې نه یوازې دوی تهدید او اخطار ته، نه تسليمېږي، بلکې دوی د دښمن د تهدید د ماتولو قوت او اراده هم لري. افغانانو نړۍ ته وښوده چې دوی په خپل هېواد کې یوازې او یوازې ولسواکي مني. ولسواکي دوی ته چا په تحفه کې نه ده ورکړې. سل کاله پخوا د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي رهبر غازي امانالله خان، ولسواکي له دغه مېز څخه پيل کړې ده او د خلکو په ارادې ولاړ نظام یې لویه ارزو وه، نو ځکه وایم چې ولسواکي زموږ په ولس کې ژورې رېښې لري، دا چې تاسې زما غږ ته لبیک ووایه او په انتخاباتو کې مو له ټولو تهدیدونو سره پراخ اشتراک وکړ، در څخه مننه کوم.
مننه، مننه، مننه!
په دغو انتخاباتو کې د ښځو ګډون د کاندیدانو په صفت او د رایه ورکوونکو په صفت د افغانستان د ولسواکۍ لپاره تاریخي بریا ده. د دغو ښځو او د هغوی له کورنیو څخه مننه کوم او دا کار د افغانستان د ولسواکۍ په ډګر کې د یو نوي نسل د حضور پیل دی. په انتخاباتو کې ستاسې پروني او ننني اشتراک دا هم ثابته کړه چې د الله تعالی په مرسته به له خیره سره، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هم ستاسو اشتراک پراخ وي، تر څو راتلونکي لپاره خپل یو مشروع او با صلاحیته مشر ولرئ.
کاندیدان محترم!
از شما صمیمانه تشکر میکنم که با اشتراک تان در این رقابت مشروع و سالم مردم را منسجم و متحرک ساختید، شما ثابت نمودید که در بین مردم ریشههای عمیق دارید. از برکت شما در بین مردم یک جهش و تحرک عظیم بهوجود آمده است، از میان ۲۵۰۰ کاندید برای ولسیجرگه، تنها ۲۵۰ تَن به ولسیجرگه راه مییابد. در اینجا بازنده و برنده نداریم، همۀ شما برندۀ پروسۀ دموکراسی و مردمسالاری هستید. کاندیدانی که به ولسیجرگه راه نمییابند، برای آنها آغوش دولت باز است تا مشترکاً این کشتی مردمسالاری را به ساحل برسانیم.
در اخیر، از نیروهای امنیتی و دفاعی کشور به شمول نهادها و ادارات حکومت جمهوری اسلامی افغانستان که در این پروسۀ ملی با کمیسیون مستقل انتخابات همکار بودند، تشکر میکنم.  به همین منظور، دیروز بهخاطر قدردانی از کارکردهای نیروهای امنیتی و دفاعی که مصروف رهبری امنیت پروسۀ انتخابات بودند، از نزدیک ملاقات کردم.
حوادث امنیتی در جریان روز انتخابات به مراتب کمتر از دو دور انتخابات ریاستجمهوری سال ۱۳۹۳ بود. این همه از برکت تلاشهای نیروهای امنیتی و دفاعی کشور بود که همۀ ما مدیون آنها هستیم.
به امید مردمسالاری دایمی در کشور.
یشه سن افغانستان
ژوندی دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان