صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د بادامو څلورم ملي جشن جوړ شو

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د بادامو څلورم ملي جشن جوړ شو

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د بادامو څلورم ملي جشن جوړ شو چې په کې د ځینو ولايتونو بادام نندارې ته وړاندې شوي وو.
د افغانستان د بادامو د صنعت د پراختيا ادارې اجرائيوي مدير احمد جاوېد حميد حميدزاده د لړم په ۱۶مه د بادام ملي جشن د پروګرام په پيل کې وويل چې دغه لړۍ له ۲۰۱۳ کال را په دېخوا پیل شوې ده.
نوموړي پژواک ته وويل چې سږنی جشن د بادامو څلورم ملي جشن دی او په وينا يې چې ياد پروګرام په هغو ولايتونو کې جوړېږي چېرې چې د بادامو حاصلات زيات وي.
هغه زياته کړه چې د دغه جشن د جوړېدو اصلي موخه دا ده څو ټول هغه کسان په يو ځای کې راټول شي، چې د بادامو صنعت کې کار کوي.
نوموړی زياتوي چې همدا راز له دې لارې هڅه کېږي څو بادامو ته د بازار موندنې په برخه کې کار وشي او هېوادوال تشويق کړای شي چې د بادامو صنعت ته مخه وکړي.
حميد زاده وويل چې په دغه جشن کې د بادامو سوداګريزې بڼې نندارې ته وړاندې کېږي او ليدونکو ته يې د کيفيت او اقتصادي ګټو په تړاو معلومات ورکول کېږي.
د هغه په خبره، په افغانستان کې ۹۶ ډوله بادام تولیدېږي چې ۹ ډولونه يې تجارتي دي او په نړيوال مارکېټ کې ښه ځای لري.
د بادامو صنعت د پراختيا ادارې دغه مسوول همدا راز وايي چې د بادامو د صنعت پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه د اوبو کمښت دی چې کروندګر ورسره لاس او ګرېوان دي. هغه خپلو خبرو کې وويل چې د تېر کال په پرتله په ۱۳۹۷ کال کې د بادامو صادرات ۳۳ سلنه زيات شوي او توليداتو کې يې شاوخوا ۵۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.
هغه وويل چې تېر کال د بادام صادرات ۵ زره مټريک ټنه وو چې ۲۹ ميليونه ډالر پرې ترلاسه شول، سږ کال د صادراتو  کچه ۹زره مټريک ټنه ته رسېدلې چې اقتصادي ارزښت يې هم له ۲۹ ميليون ډالرو څخه ۳۵ ميليون ډالرو ته پورته شوی دی.
نوموړی زياتوي چې پخوا به تجارتي بادام يواځې په شمالي ولايتونو کې توليدېدل خو په وينا يې چې اوس د افغانستان په مرکزي ولايتونو کې هم تجارتي بادام توليدېږي. د هغه په خبره هندوستان، پاکستان او د منځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونه د افغانستان د بادامو ښه مارکېټونه دي.
نوموړی وايي چې د هوايي دهلېزونو په پرانيستلو سره اروپايي هېوادونو ته هم بادام لېږدول شوي دي.
د شمال په کرنیز سکتور کې د کرنې وزارت سلاکار محمد غلام ملاخيل پژواک ته وويل چې په ۹۷ کال کې د ښې هوا او مناسب موسم له امله د بادامو په حاصلاتو کې پام وړ زياتوالی راغلی دی.
هغه زياته کړه چې د باغدارۍ ملي پروګرام له لارې د بادامو ډېری جوړ شوي باغونه په ۹۷ کال کې پر حاصل راغلي چې په وينا يې له همدې امله حاصلات هم ډېر شوي دي.
د ملاخېل په خبره، د بادامو د حاصلاتو له زياتوالي سره سم يې په کيفيت کې هم لوړوالی راغلی دی.
نوموړی زياتوي چې کرنې وزارت په نړيوالو بازارونو کې د افغانستان د بادامو لپاره د مارکېټ پيدا کېدو  لپاره پراځې هلې ځلې کړې چې ښې پايلې يې هم ورکړي دي. د تخار ولايت بڼوال حاجي عليم چې د بادامو په ياد جشن کې يې د خپل باغ بادام نندارې ته ايښي وو، وايي چې اوس هم د توليد په برخه کې يو لړ ستونزې لري.
هغه تاييد کړه چې کرنې وزارت د باغ د سمبالښت په برخه کې لازمې لارښوونې ورته کړي؛ خو زياتوي چې د سرې او همدا راز د بادامو ټولولو برخه کې يې دوی سره مرسته نه ده کړې.
د هغه په وينا، سږ کال د بادامو توليد او بيه هم ښه ده او بڼوال ترې راضي دي.