صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

لاریون کوونکي: د کندوز د ټولو مرکزونو رایې دې له سره وشمېرل شي

لاریون کوونکي: د کندوز د ټولو مرکزونو رایې دې له سره وشمېرل شي

د کندوز ولايت د ولسي جرګې د کانديدانو لسګونو ناظرينو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دفتر مخې ته د لاريون پر مهال په ټول ولايت کې د رايو د بيا شمېرلو غوښتنه وکړه.
دغه ناظرين چې شمېر يې تر ٥٠ زيات و، د لړم په ١٧مه په کندوز ښار کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو.
دوى ادعا کوله چې د ولايت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د رايو د ګڼ شمېر مرکزونو د پايلو په فورمو کې ګوتې وهل شوې دي.
د فضل کريم ايماق په نامه د ولسي جرګې د يوه کانديد ناظر صفي الله احمدي پژواک اژانس ته وويل چې دا ډول پېښې په امام صاحب ولسوالۍ کې ډېرې رامنځته شوې دي.
هغه زياته کړه چې د دې ولسوالۍ په ګڼ شمېر مرکزونو کې د دوو داسې کانديدانو راىې زياتې شوې دي چې هلته يې هېڅ رایه نه درلوده.
د نوموړي په وينا، په يوه مرکز کې د يو کانديد رايې ٤ وې، خو بيا وروسته په فورمه کې ورته ٤٤ رسول شوې، دغه راز د بل کانديد رايې ٣ وې، هغه ته ٣٥ رسول شوي.
د حبيب الله په نامه يو بل ناظر پژواک ته وويل چې په خان اباد ولسوالۍ کې هم دوو نورو کانديدانو ته رايې زياتې شوې دي.
د هغه په وينا، دغو کانديدانو چې تر لسو کمې رايې درلودې، هغوى ته ٤٦ او ٦٦ رايې رسول شوې دي.
ناظرينو غوښتنه کوله چې د ټول ولايت د مرکزونو رايې دې له سره وشمېرل شي او يواځې بايومټريک شوې رايې دې جلا شي.
هغوى ګواښ وکړ، که غوښتنې يې ونه منل شي، پر لاريونونو به پيل وکړي او ولسمشرۍ ټاکنې به تحريم کړي.
په کندوز ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مشر رسول عمر وويل چې د ناظرينو ادعاوې نه ردوي او نه يې هم تاييدوي.
نوموړي پژواک ته ومنله چې په ځينو محلونو کې ساحي کارکوونکو په فورمو کې لاسوهنې کړې دي.
عمر وايي چې د ناظرينو او کانديدانو غوښتنې يې مرکز ته لېږلې او د هغوى په لارښوونه به عمل وکړي.