صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

حکومت او دولتي ادارې له داخلي تولیداتو څخه استفادې ته ژمنې دي

حکومت او دولتي ادارې له داخلي تولیداتو څخه استفادې ته ژمنې دي

  ولسمشر غني د افغانستان د کسبګرو اتحاديې غړو سره په کتنه کې ويلي، حکومت او دولتي ادارې له داخلي تولیداتو څخه استفادې ته ژمنې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د کسبګرو ملي اتحادیې مشرتابه او غړو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
سرچينه کاږي، په پیل کې د افغانستان د کسبګرو ملي اتحادیې رییس محمد حسن سپاهي او د هرات ولایت د کسبګرو اتحادیې رییس عبدالودود فیض زاده د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د حکومت د برنامو ملاتړ وکړ او همدارنګه یې د سوداګرۍ او صنعت ودې ته د ولسمشر د پاملرنې قدرداني وکړه.
یادو ویناوالو د خبازي، چرمي، ګلدوزي، موبل فرنېچر، فلزکاري او بېلابېلو صنعتونو په برخه کې د کسبګرو اتحادیې د پرمختګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د دغو صنعتونو په برخه کې د فعالیت له لارې زرګونه هېوادوالو ته د کار او په کوردننه د اړتیاوو پوره کولو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
هغوی د یادو صنعتونو د ودې لپاره د ځمکې، د مالیې د معافیت، اجباري بیمې، د طلاوو د قاچاق د مخنیوي، د تخنیک پوهنتون د ایجاد، د وړو پارکونو د جوړولو، انتصابي سناتور او د حج د ونډې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل. سرچينه زياتوي، ولسمشر غني له یادو ویناوالو څخه له دې امله مننه وکړه چې د کسبګرو د مهم قشر غوښتنې او وړاندیزونه یې په وضاحت ورسره شریک کړل.
ده زیاته کړه، تاسې هغه مهم قشر یاست چې د افغانستان خلکو ته د کار او ډوډۍ اسانتیاوې برابروئ.
هغه وویل: "د هېواد کسبګرو ته به د حج سهمیه ورکړل شي او زه موافق یم چې دغه اتحادیه په خونه بدله او د اقتصاد عالي شورا غړیتوب هم ورکړل شي، ځکه د پرمختګ او اقتصادي تحرک نوښت له دوی سره دی."
ولسمشر له کسبګرو وغوښتل چې د ټولو اصنافو کارګروپ دې جوړ او د جمهوري ریاست د چارو اداره دې د مدیریت په موخه د وزارتونواو اړوندو ادارو له معینانو او مسوولینو سره ګډه ناسته ترتیب کړي، تر څو د چارو د لا ښه والي په موخه خپله همکاري او همغږي زیاته کړي.
غني څرګنده کړه، د تخنیک پوهنتون ایجاد او د بیمې اجباري کېدو سره موافق یم او د دې لپاره دې واضح طرحې ترتیب شي. همدارنګه یې له کسبګرو وغوښتل چې د ښارونو د نظم او چارو د ښه والي لپاره له ښاروالیو سره ګډه کمېټه ایجاد کړي.
نوموړي په ټینګار سره وویل، حکومت او دولتي ادارې له داخلي تولیداتو څخه استفادې ته ژمنې دي، خو په دې شرط چې کیفیت او معیار ته اساسي پام وکړئ. د امنیتي او دفاعي ځواکونو اکثره اړتیاوې به هم له داخلي تولیداتو څخه تامین شي.