صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

کندهار کې ۶۳ فابریکې د چاپېریال ساتنې پر معیارونو برابرې شوې دي

کندهار کې ۶۳ فابریکې د چاپېریال ساتنې پر معیارونو برابرې شوې دي

  د کندهار د چاپېریال ساتنې ادارې رییس وايي، دغې ادارې د ژوند د خوندي چاپېریال رامنځته کولو په موخه خپلې هڅې روانې ساتلې او په روان کال کې یې د دغه ولایت ۶۳ فابریکې د چاپېريال ساتنې له معیارونو سره برابرې کړې دي.
د چاپېریال ساتنې رییس انجنیرامام الدین حمیدي په یوه خبري غونډه کې وویل، د اوبو، خاورې او هوا ساتلو ته پاملرنه لري او په دې برخه کې له ګڼو ادارو سره ګډ کار کوي څو پر وړاندې يې شته خطرونه له منځه یوسي او ویې ژغوري.
هغه په دې لړ کې په کندهار کې ښار کې د ۶۳ فابریکو یادونه وکړه چې د دوی له خوا یې چاپېریال ته پېښ زیانونه او ګواښونه څېړل شوي او وروسته یې د چاپېریال ساتنې له معیارونو سره برابرې کړې دي.
دی وايي، مخکې به فابریکو او اړوندو نورو کارځایونو دغسې جوازونه په مرکز کې جوړول چې اوس دغه کار د کندهار د چاپېریال ساتنې اداره کوي.
دغه راز حمیدي خبر ورکړ چې د کندهار ښار ۱۵ بابه حمامونه یې د لرګیو له سوځولو د ګاز سوځولو سیستم ته اړولي او دغه لړۍ روانه ده.
نوموړی یادونه وکړه چې طبي کثافات هم چاپېریال ته لوی خطر دی چې دوی په دې اړه یوه کمېټه جوړ کړې او هره میاشت ناسته او پلان جوړوي او له روغتیايي مرکزونو څارنه کوي.
د ده په خبره، په دې برخه کې یې د روغتيايي مرکزونو د څارنې لړۍ روانه ساتلې او اړوندو کسانو ته روزنه ورکړل شوې څو طبي کثافات په داسې خوندي توګه راټول شي چې چاپېریال ته زیان وا نه ړوي او نورې ناروغۍ ورڅخه خپرې نه شي.
نوموړي وويل، د دغه رياست له خوا په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو کې ۵ زره زده کوونکو، ۱۰۰ دولتي مامورینو، ۵۰۰ تنو د کلیو او ولسوالیو اوسېدونکو، ۱۴۰ تنو ایرکنډېشن جوړوونکو ته د چاپېریال ساتنې اړوند روزنه ورکړل شوې ده. د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې دغې ادارې د کندهار له ۹۰ فابریکو، ۵ شرکتونو، ۲۸۰ قصابیو، ۱۲۰ حمامونو، ۲۷۰ نانواییو او نورو کارځایونو څخه نظارت کړی او هغوی ته یې د هغو کارونو د اصلاح غوښتنه کړې چې چاپېریال ته یې زیان اړوه. حمیدي خبر ورکړ چې ژمنی پلان یې جوړ کړی چې په کې د سون توکو ښه کولو لپاره د سروې ګانو تر سره کول او د هغو فابریکو بندول دي چې دود کوي او چاپېریال یې ککړ کړی وي.
نوموړي د راتلونکي کال د پلانونو په اړه وویل، د خښتو په کرو کې د فټرونو نصبول د وري په میاشت کې د ۲ زره نیالګیو کښېنول، ټول حمامونه ګازي کول، له د نوېپاليسۍ سره سم د مرغانو د ښکار، د ونو او ځنګلونو د له منځه وړلو مخنيوی، ټاکلې ساحې ته کلالیو لېږد او نور هغه فعالیتونه دي چې په راتلونکي کال کې به یې په جدیت عملي کوي.
ده ژمنه وکړه چې د کندهار د چاپېریال ساتنې اداره تر پخوا مسلکي شوي او وړ کسان په کې په دندو ګومارل شوي چې د ګڼو نورو چارو تر څنګ به په دوامداره توګه د ښار له ټولو فعاليتونو څخه څارنه او پلټنه کوي او د کندهار د خاورې، اوبو او هوا په برخه کې به څېړنې او سروې ګانې کوي.