صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

پولیسو د کندهار د خرقې متولیان له نښتې وروسته بې وسلې کړل

پولیسو د کندهار د خرقې متولیان له نښتې وروسته بې وسلې کړل

کندهار کې پولیسو له هغه وروسته د خرقې متولیان بې وسلې کړل چې تر لفظي شخړې وروسته یې تر منځ وسله والو نښته وشوه.
په دغه وسله واله نښته کې چې د مسعود اخندزاده او نسیم اخندزاده تر منځ نن غرمه وشوه یوازې یو تن ټپي شوی دی.
سرچینې وايي، د دغو دواړو وروڼو تر منځ له تېرو څو میاشتو راهیسې د مالي مسایلو پر سر اختلافات دي چې نن په وسله واله نښته واوښتل.
په خپله مسعود اخندزاده د سولې او شخړو د حل په برخه کې د و لسمشر سلاکار هم دی.
د کندهار د والي وياند عزيزاحمد عزيزي د دغې پېښې په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې یو پلاوی ټاکل شوی، څو دغه موضوع وڅېړي.
هغه زیاته کړه، نن غرمه د متولیانو اړوند امنیتي کسان له ډزو کولو وروسته یو او بل ته په کمین کې وو چې وروسته پولیسو مداخله وکړه او سیمه یې کلابنده کړه.
خو هغه په دې اړه ډېر معلومات ور نه کړل.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دواړو لورو څخه وسلې ټولې شوي چې په کې سپکې او درنې وسلې شاملې دي.
په دې اړه دواړه لوري مسعود اخندزاده او نسیم اخندزاده له څه ویلو ډډه کوي او ان په پيل کې خو مسعود اخندزاده رسنیو ته وویل چې ډزې د واده وې.
نوموړي وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه کې ولیکل چې په دغه موضوع کې ښکېل نه دی.
باوري سرچینې وايي، د خرقې مطهرې د زیارت لپاره ځانګړی ریاست رامنځ ته شوی چې هره میاشت ځانګړې بودیجه ورکول کېږي.
دغه سرچینې وايي، د دواړو متولیانو تر منځ اختلافات او نننۍ وسله واله نښته د همدې بودیجې د ونډې پر سر وه.
د کندهار ښار په زړه کې ولایت مقام ته څېرمه دغې پېښې خلک اندېښمن کړي دي.
د کندهار ښار د همدې سیمې یو اوسېدونکی نذیر احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډېره بده او له شرمه ډکه ده چې د یوه تاریخي زیارت د ساتلو واک داسې کسانو ته ورکړل شوی چې د مالي مسایلو او ونډې پر سر وسله واله نښته کوي.
دی وايي، تېر کال د ولسمشرۍ ماټۍ له خوا د خرقې او د دغه زیارت د متولیانو د امنیت لپاره ۷۰ تنه د رجال برجسته پولیس په دندو ګومارل شوي، خو د دوی کړنې تر ډېره خپلسرو وسله والو ته پاتې کېږي.
دى له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دغه تاریخي ځای د ساتنې مسوولیت دې د اطلاعاتو او فرهنګ او ارشاد او  حج او اوقافو ریاستونو ته ورکړای شي.
د یادونې ده چې د خرقې مطهرې پر متولیانو په وار وار د خپلسرو کړنو، غلاوو او غصب تورونه پورې شوي دي.
همدا تېره میاشت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو خبر ورکړ چې په کندهار کې د خرقې مطهرې او احمد شاه بابا مزار ځینې توکي متولیانو په خپل منځ کې سره وېشلي او کورونو ته یې وړي دي.
دغو توکو کې قالینې او نور شامل دي چې د دغه ځای متولیان شخصي ګټه ورڅخه اخلي.
خرقه مطهره د هېواد له مهمو تاریخي او مذهبي ځایونو شمېرل کېږي چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص چپنه په کې ساتل کېږي او هره ورځ سلګونه کسان دغه زیارت ته ورځي.
د دغه زیارت ساتنه په کندهار کې د یوې کورنۍ له خوا کېږي چې ادعا کوي په تاریخي توګه د دغه ځای د ساتنې چارې دوی ته سپارل شوي او همدوی یې متولیان دي.