صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

داوودزى: چين دې د افغان سولې پروسې لپاره اسانتياوو برابرولو کې رول ادا کړي

داوودزى: چين دې د افغان سولې پروسې لپاره اسانتياوو برابرولو کې رول ادا کړي

  چین وايي، چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو ته د زمینې په برابرولو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې عمر داوودزي چين ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال چن شاو دنګ سره د سولې لپاره د سیمه ېیزو مرستو په اړه لیدنه او خبرې اترې وکړې.
هغه زياته کړه، په دې ليدنه کې داوړه لورو د افغانستان او چین ترمنځ د مرستو زیاتېدو، د افغانستان دولت پر رهبرۍ، حاکمیت او مالکیت د سولې پروسې پر مخ وړل، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیمه يېیزی اجماع رامنځته کولو او په سیمه کې د یو با ثبات افغانستان د ګټو په اړه بحث وشو.
محمد عمر داوودزي په دې لیدنه کې له افغانستان سره د چین ولسي جمهوریت له شوو مرستو د مننې په ترڅ کې د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو په اړه مقابل لوري ته  بشپړ معلومات وړاندې کړل.
هغه د چین له ولسي دولته وغوښتل، د افغانستان د یو ګاونډي او په نړۍ کې د یو مطرح هېواد په توګه دې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه مذاکراتو لپاره د زمینې په برابرولو کې خپل رغنده رول ولوبوي.
داوودزي زیاته کړه، د افغانستان د سولې پروسې د چټکوالي او ملاتړ لپاره د نړیوالې اجماع تر څنګ سیمه ییزه اجماع هم ګټوره تمامېدای شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال چن شاو دنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې شوي پرمختګونه بې سارې وبلل، وې ویل، د چین ولسي جمهوریت د افغانستان دولت پر حاکمیت، مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هر راز مرستې ته چمتو دی. هغه زیاته کړه، چین به د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د مستقیمو او مخامخ مذاکراتو ته د زمینې په برابرولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.