صفحه نخست » افغانستان » ننګرهار کې د ستروسو له حاصلاتو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي
ننګرهار کې د ستروسو له حاصلاتو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي
د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال دغه ولايت کې د ستروسو له دولتي او خصوصي باغونو څخه کابو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.
دوی وايي، د مالټو، لېمو، نارنجو او نورو ستروسو باغونه د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې موجود دي چې حاصلات يې پر ختيځ سربېره مرکز کابل او نورو ولايتونو ته هم لېږل کېږي.
د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير نورالله سباوون پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت د بهسودو، بټي کوټ، ګوشتې، سره رود، کامې، غني خېلو، مومندرې، روداتو او کوز کونړ ولسواليو پر ۱۰۶۰ هکتاره دولتي او نادولتي ځمکو کې د ستروسو باغونه جوړ شوي دي.
دی زياتوي، د دغو باغونو له ډلې ۶۱۰ هکتاره د ننګرهار کانال ادارې اړوند دي او پاتې ۴۵۰ هکتاره باغونه د کرنې او مالدارۍ رياست په همکارۍ او ملاتړ د خلکو په شخصي ځمکو کې جوړ شوي دي.
د کرنې د رييس په وينا، له دغو باغونو څخه لس زره مټريک ټنه د ستروسو حاصلات تر لاسه شوي چې یو مټریک ټن څخه دېرش زره او له لس زره مټریک ټنو څخه درې سوه میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د حاصلاتو د راټولولو، باغونو د ساتلو او د حاصلاتو د خرڅلاو په برخو کې په مستقيم ډول څلور زره او دوه سوه کسانو او په غير مستقيم ډول زرګونه کسانو ته کاري زمينه هم برابره شوې وه.
انجنير سباوون وايي، د ننګرهار ستروس په ځانګړي ډول مالټې د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوي چې سږ کال یې ځانګړی بازار درلود.
د کرنيزو چارو کارپوهان په دې باور دي چې د کورنيو کرنيزو حاصلاتو لپاره بازار موندنه او ورته پراختيا ورکول د پرديو له احتياج څخه خلک ژغوري او دغه راز د ملي عوايدو د لوړوالي ترڅنګ خلکو ته د کار زمينه هم برابروي.
د ننګرهار پوهتون د کرنې پوهنځي استاد نور علي نور پژواک ته وويل، د ننګرهار اب او هوا د ستروسو د حاصلاتو لپاره ډېره ګټوره ده او په ښه اسانۍ په کې دغه کرنيز بوټي حاصل ته رسېدلی شي.
نوموړی وايي، ولايتي اداره بايد د ننګرهار په مختلفو سيمو کې د ستروسو د بېلابېلو انواعو باغونه جوړ کړي، دا په يو مهم کاروبار بدل کړي او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
د يادولو ده چې د ننګرهار کانال ځمکې حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ځکه زيات او د ستروسو د دغو حاصلاتو لويه برخه شوې، چې سيمې له وسله والو نيول شوي او اوس يې ټول حاصلات دولت ته په لاس ورځي.
