صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

دوشنبه ۵ اسد ۱۴۰۵

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

طالبانو ۴۵ نیول شوي ښوونکي خوشې کړي

 طالبانو ۴۵ نیول شوي ښوونکي خوشې کړي

  طالبانو د پروان د ښوونځیو هغه ۴۵ ښوونکي چې دوې ورځې مخکې وسله والو نیولي وو، نن خوشې کړي دي.
د پروان د سیاه ګرد ولسوال نوراقا سامع پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد شمېر ښوونکو دوې ورځې مخکې هغه مهال وسله والو طالبانو نیولي وو چې خپل معاشونه یې د موبایل له لارې ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه، نیول شوي ښوونکې له تېرو دوو ورځو راهیسې له طالبانو سره بندیان وو او د  سیمکارتونو تر ماتېدو وروسته یې نن خوشې کړي دي.
نوموړی وایي، خوشې شوي ښوونکي د سیاه ګرد ولسوالۍ د قمچاق درې په کمین شهید، فضل خدا شهید او عبدالبشیر شهید ښوونځیو پورې تړاو لري.
سامع زیاته کړه، یاده ستونزه له تېرو درېیو اونیو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې پیدا شوې ده.
هغه وویل: ((ښوونکو ته د افغان بېسیم مخابراتي شرکت سیمکارتونه ویشل شوي وو څو خپل معاشونه د اسانه خدمتونو له لارې ترلاسه کړي، خو طالبانو د قمچاق په سیمه کې ښوونکي خپل مرکز ته بېولي و، پر دوی یې فشار راوړی، ګواښلي یې دي او ورته ویلي یې دي چې له دغه سیمکارتونو دې استفاده نه کوي او معاش یې دې نه اخلي، ځکه معاش یې حرام دی، سیمکارتونه یې ترې ټول کړي او ټول یې مات کړي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې د سامع په خبره، طالبانو څو ورځې مخکې د فندقستان په سر دره کې ښوونکي نیولي وو او له دوو ورځو بند، ګواښونو او اخطارونو وروسته یې خوشې کړل.
پژواک هڅه وکړه چې له یو شمېر ښوونکو سره خبرې وکړي خو دوی ویلي چې د طالبانو د ګواښ له امله له رسنیو سره خبرو ته نه دي تیار.
د پروان د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال نظام الدین رحیمي دغه پېښه تایید کړه او وايي، طالبانو د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې مخه نیولې ده.
هغه روښانه کړه، که د طالبانو له خوا دغه کار دوام پیدا کړي، ممکن د طالبانو تر کنټرول لاندې لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو د ښوونکو معاشونه له ستونزو سره مخ شي.
هغه روښانه کړه، د پروان پوهنې ریاست هڅه کوي چې دې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.