صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

دوشنبه ۵ اسد ۱۴۰۵

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

جوزجانۍ مېرمنې: د سولې خبرو کې دې زموږ لاسته راونې قرباني نه شي

 جوزجانۍ مېرمنې: د سولې خبرو کې دې زموږ لاسته راونې قرباني نه شي

د جوزجان مېرمنې له حکومته غواړي چې غوښتنې یې له طالبانو سره مذاکره کې په ډاګه شي. دا مېرمنې د هغې سولې غوښتونکي دي چې په کې د دوی ازادۍ قرباني نه شي.
په جوزجان کې ځينې مېرمنې وايي چې د کابو دوه وروستیو لسیزو راسته راوړنې باید له طالبانو سره د سولې خبرو اترو قرباني نه شي.
دوی له حکومته غواړي چې غوښتنې یې له طالبانو سره مذاکره کې په ډاګه شي. دا مېرمنې د هغې سولې غوښتونکي دي چې په کې د دوی ازادۍ قرباني نه شي.
د جوزجان مېرمنې، د یکشنبې په ورځ (د کب به ۱۲مه) له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د ملاتړ په پار د جوزجان مرکز شبرغان په مېلمستون کې غونډه جوړه کړه. په جوزجان کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله سایره شکیب سادات په دې اړه وايي:«موږ د سولې د هغو مذاکراتو په اړه چې له هېواده بهر دوام لري ملاتړ کو، خو په دې شرط چې د مذاکرې له پای وروسته طالبن د ښځو ازادۍ او د هېوا اساسي قانون تر پښو لاندې نه کړي.» دغه مېرمنې همدارنګه وايي چې سوله د هر هېوادوال بنسټیزه اړتیا ده. هغوی له حکومت، طالبانو او نورو مخالفو ډلو غواړي چې د سولې خبرو اترو کې دې دخیل شي، خو د اساسي قانون ارزښتونه له پامه ونه غورځول شي.
جوزجان کې د مدني ټولنې فعاله فرحناز محمدي څرګندوي:«نن چې په دې برخه کې د مذاکرې او مفاهمې موکه رامنځته شوې ده موږ له هغه ملاتړ کوو او په هر ډول چې وي باید د جګړې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.»
د جوزجان مېرمنې وايي چې په پنځو وروستیو کلونو کې هېواد کې د جګړې له امله څه باندې ۴۰ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي او ډېری کورنۍ بې ځایه شوې دي نو پر دې اساس له ځنډ پرته هېواد کې دې جګړه ودرول شي.
د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله نصیبه اریا وايي:«په هره بڼه چې کېږي جګړې او اورلګېدنې ته دې دواړه لوري د پای ټکی کېږي. پرېږدي چې خلک په ارامه ساه واخلي او په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.»
د دغې غونډې ګډونوال، په دې باور دي چې مېرمنې د سولې په ټینګښت کې بنسټیزه ونډه لري له دې امله له حکومته غواړي چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه له پامه ونه غورځوي.