صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د سولې فرهنګي نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د سولې فرهنګي نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې يو شمېر ځوانانو د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د سولې فرهنګي نندارتون جوړ کړ چې په کې د هېواد د تاريخ د بېلابېلو دورو د اتلانو او تاريخي څېرو انځورونه او کتابونه نندارې ته وړاندې شوي و.
د افغانستان د مسلمانو ځوانانو ټولنې (نجم) له لوري دا نندارتون د زمري په ۲۴مه د جلال اباد سپين غر هوټل په انګړ کې جوړ شوى او دوه ورځې به دوام وکړي.
د نندارتون سمبالوونکي وايي، موخه يې ځوانانو ته د ازادۍ او مطالعې د پيغام رسول او د ننګرهاري انځوګرانو انځورګري نندارې ته وړاندې کول دي.
په ننګرهار کې د نجم ټولنې مشر محمد عادل بصيرت د دغه نندارتون د پرانېستې پرمهال وويل، په نندارتون کې يې سلګونه ټوکه بېلابېل کتابونه او د هېواد د تاريخ د بېلابېلو اتلانو انځورونه نندارې ته ايښي دي. دی وايي، له ياد نندارتون يې موخه ځوان کهول ته د ازادۍ او مطالعې د فکر رسول او هغوی زده کړو او تعليم ته هڅول دي.
هغه زياته کړه، ټولنه يې په دې باور ده چې خپلواکي که په توره اخيستل کېږي؛ نو ساتل يې په زده کړو او تعليم کېږي چې اوس بايد ځوانان دغې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د نندارتون يو ګډونوال ډاکټر سيد خالد راشد پژواک سره د خبرو پرمهال وويل، دا ډول نندارتونونه کولی شي چې د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کړي او دوی ته د خپلواکۍ فکر ورکړي.
هغه وويل، که غازي امان الله خان د ازادۍ فکر نه درلودی، نو هېڅکله به افغانانو خپلواکي نه وای اخيستې، نو دا ډول نندارتونونه هم کولی شي چې ځوانانو ته لکه د غازي امان الله په څېر د خپلواکۍ فکر ورکړي.
د محمد ګلاب توحيديار په نوم د نندارتون يو بل ګډونوال وايي، د لومړي ځل لپاره د داسې يو نندارتون ليدونکی دی چې په کې د هېواد د بېلابېلو دورو او ډلو پورې تړليو کسانو انځورونه په کې يوځای نندارې ته ايښودل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دغه نندارتون کې يې د خلق او پرچم، جمهوريت، مجاهدينو، طالبانو، اوسني حکومت او تر دې وړاندې د احمدشاه بابا رانيولي د ډېرو تاريخي اتلانو انځورونه يوځای وليدل چې د افغان ځوانانو د فکر د پراختيا معنا ورکوي.
د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کاليزې ته ګوته په شمار ورځې پاتې دي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې ورته د هېواد په ټولو ولايتونو کې پراخ چمتوالی نيول شوی دی.