صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

بلخ کې هر کال ٢٠ زره کسان د سواده زده کړې له مرکزونو فارغېږي

بلخ کې هر کال ٢٠ زره کسان د سواده زده کړې له مرکزونو فارغېږي

په بلخ ولايت کې د پوهنې رياست چارواکي وايي چې هر کال دغه ولايت کې شاوخوا ۲۰ زره کسان د سواد زده کړې له روزنيزو مرکزونو څخه فارغېږي.
د بلخ د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال محمد همايون نبي زاده د وږي په ۲۴مه، مزارشريف ښار کې د سواد زده کړې پروګرام کې وويل چې په تېرو ۱۸ کلونو کې دغه ولايت کې څه باندې پنځه سوه زره کسان د سواد له نعمت څخه برخمن شوي دي.
د هغه په وينا، د رسمي معلوماتو له مخې دمګړۍ په ټول افغانستان کې ۵۶ سلنه افغانان  د سواد له نعمت څخه بې برخې دي.
نبي زاده وويل چې د بلخ ولايت شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي په ليک لوست پوهېږي.
د هغه په خبره، هر کال دغه ولايت کې په اوسط ډول نږدې ۲۰ زره کسان د سواد زده کړو له مرکزونو څخه خپل سندونه تر لاسه کوي.
نوموړی زياتوي، د بلخ پوهنې رياست داسې انلاين سيستم جوړ کړی، چې هر کس له باسواده کېدو وروسته ور اضافه کېږي او په اتومات ډول د باسواده افغانانو لېست کې شامليږي.
د بلخ د پوهنې رياست مرستيال وويل، تېر کال يې د سواد زده کړو له مرکزونو څخه ۱۵ زره کسان فارغ کړل  چې شاوخوا ۱۱ زره يې مېرمنې وې.
د هغه په وينا، د سواد زده کړې ډېری داوطلبانې مېرمنې دي
نوموړی وايي، د سواد زده کړې مرکزونو کې هغه کسان جذبېږي، چې له ښوونځيو څخه پاتې وي او عمرونه يې لوړ شوي وي.
۴۲ کلنه ضيا ګل د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې تازه د سواد زده کړې له يوه مرکزه فارغه شوې ده.
هغه د دوه اولادونو مور ده او پژواک ته يې وويل چې د ۹ مياشتو په موده کې يې سواد زده کړ او فارغه شوه.
دغه مېرمن زياتوي،اوس ليک لوست کولای شي چې ورسره يې په ژوند کې ډېرې اسانتياوې راغلي دي. هغې وويل: (( پخوا لکه ړنده داسې وم، اوس کوی شم چې اولادونو سره مې د مکتب په درسونو کې مرسته وکړم. کله چې بازار ته وځم پوهېږم چې د دواخانې په لوحه څه ليکلي او د هوټل په لوحه څه ليکلي، ادرس په اسانۍ پيدا کوم، ټيلېفون کې خپله کارت جمع کوم، دا ټولې د سواد زده کړې ګټې دي)).
مېرمن ضياګل له هغو افرادو غواړي چې سواد زده کړو مرکزونو کې ثبت نام وکړي، چې په ليک لوست نه پوهېږي.
۳۵ کلن اسدالله هم د سواد زده کړې له يوه مرکز څخه نوی فارغ شوی دی.
هغه پژواک ته وويل، د جګړو او اقتصادي مشکلاتو له امله يې مکتب نه دی ويلی؛ خو تېر کال يې تصميم ونيو، چې ليک لوست به زده کوي.
نوموړی هيله لري چې د سواد زده کړې کورسونه له ښوونځيو سره وتړل شي او ده ته بلاخره د دې زمينه برابره شي چې لوړې زده کړې وکړي.