صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

نی: پنځلسو رسنیو د خپلو کارکوونکو له ۶ تر ۲۱ میاشتو پورې معاش نه دی ورکړی

نی: پنځلسو رسنیو د خپلو کارکوونکو له ۶ تر ۲۱ میاشتو پورې معاش نه دی ورکړی

پنځلس رسنۍ چې د خپلو کارکوونکو له ۶ تر ۲۱ میاشتو پورې معاش نه دی ورکړی. مهریه رضوي یو نیم کال د زن په خصوصي ټلویزیون کې خبریاله وه. هغې په میاشتني ډول ۸ زره افغانۍ معاش اخیستی چې په دې ۸ زره افغانیو کې ۶زره یې د امریکا د نړېوال پراختیایي بنسټ (یو.اېس.ای.ډي) د پرموټ پروژې له خوا ورکول کېدې او یوازې ۲ زره افغانۍ یې زن ټلویزیون ورکولې.
مهریه وايي، پس له دې چې زن ټلویزون یې د ۴ میاشتو معاش ورنه کړ، مجبوره شوه چې له دې ټلویزیون سره خپل کار پای ته ورسوي.
مهریه وايي، وروستي ځل لپاره چې هغې د خپل معاش د غوښتنې په پار ګام پورته کړ، د وږي د میاشتې ۳۰مه وه، خو بیا هم د هغې په خبره چې د زن ټلویزیون ورته منفي ځواب ورکړ.
دې وویل: ما چې له دې ځایه استعفا ورکړه، د دې لپاره چې معاش نه یې راکاوه، وروسته یې راته وویل چې معاش به دې په میاشتني ډول ۵ زره افغانۍ وي چې ما ونه منله.
سمیر هم د همدې ټلویزیون بل هغه کارکوونکی دی چې له دې ټلویزیونه یې استعفا ورکړې.
هغه وايي، دده په څېر یو شمېر د دې ټلویزیون نور کارکوونکي هم دي چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوی.
دده په خبره، له نهه میاشتني کاره یوازې ده ته ۲۰زره افغانۍ ورکړل شوي او پاتې ۳۶ زره افغانۍ نورې یې د زن ټلویزیون پوروړی دی.
ده زیاته کړه: درې اوونۍ کېږي چې موږ ته چل راکوي، هر ورځ چې ځو، موږ ته سبا او بل سبا پلمه کوي چې معاش مو درکوو.
خو ددې ټلویزیون رئیس حامد سمر دغه تورونه بې اساسه بولي او وايي چې دغه ډول څرګندونې هغه کارکوونکي کوي چې له ټلویزیونه شړل شوي دي.
ده وویل: هر هغه څوک چې له یوه بنسټه وویستل شي، د دوی لومړی کار دا وي چې په ټولنیزو پاڼو کې وايي چې ما استعفا ورکړه، خو دا نه وايي چې زه یې وشړلم.
سمر وايي، د زن ټلویزیون په منظم ډول د خپلو کارکوونکو معاشونه په وخت ورکوي، خو کېدای شي چې په دې برخه کې ځيني نيمګړتیاوې هم وي.
زن ټلویزیون یوازنۍ رسنۍ نه ده چې له خپلو کارکوونکو دې پوروړې وي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره نی وايي، په افغانستان کې د ګوتو په شمېر رسنۍ دي چې خپلو کارکوونکو ته په منظم ډول معاشونه ورکوي.
د دې ادارې رئيس مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل چې ۱۵ غږیزې او انځوریزې رسنۍ دي چې له ۶ تر ۲۱ میاشتو پورې د خپلو کارکوونکو معاشونه یې نه دي ورکړي، خو نوموړی د دې رسنیو نومونه نه اخلي.
خلوتګر وايي، د دې رسنیو مسئولینو ژمنه کړې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکوي.
نوموړي زیاته کړه: که د هغې ژمنې پر اساس چې دوی له موږ سره کړې عمل ونه کړي، موږ یې نومونه خپروو او له دې پرته بله لاره نه لرو، موږ باید د دې رسنیو نومونه واخلو، ترڅو حکومت د خپلو قوانینو پر اساس له دوی سره چلند وکړي، موږ پرته له نوم څخه هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت او همداراز د شخړو د حل کمېټې په همکارۍ د دې رسنیو قضیې تعقیبوو او ان شالله چې شپږو میاشتو ته خبره نه رسېږي.