صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

په هرات کې د مسو د لوی کان د استخراج تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو

په هرات کې د مسو د لوی کان د استخراج تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو

په هېواد کې د مسو لوی کان چې په هرات ولایت کې موقعیت لري، د استخراج تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو، چې په اکتشافي دوره کې ۲۱،۳ ميلیونه ډالره پانګونه پرې کېږي.
د دغه کان د ایستلو اسناد نن ورځ د مالیې وزیر محمد همایون قیومي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان او د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په شتون ګټونکي شرکت ته وسپارل شول.
په دې مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان وویل چې تړون ته په کتو؛ ایستونکی شرکت، په اکتشافي دوره کې ٢١،٣ ميلیونه ډالره پانګونه کوي.
هغې زیاته کړه: "دا ٢١،٣ ميلیونه ډالر په یو پرګرام کې شامل دي او په همدې حال کې د اکتشافي څاګانو کېندل، یوه اندازه لابراتواري ټسټونه او همدارنګه تخنیکي ازمېښتونه او د افغان کارګرانو د ظرفیت لوړونه چې کار یې په ساحه کې د افغانانو له خوا پرمخ یوړل شي، د دې کان اکتشافي دوره درې کاله دوام کوي."
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په دې ولایت کې د دې کان د پوره امنیت نیولو ډاډ ورکړ.
هغه وویل: "زمونږ امنیتي قوت ټول تیاری لري، د کارګر او ساحې امنیت اړین دی چې په ساحه کې موجود دی."
نوموړي همداراز زیاته کړه: "په هېواد کې د مسو لوی کان چې له نېکه مرغه په هرات کې موقعیت لري، د کار د ایجاد او اقتصادي پرمختګ سبب کېږي او جدي پلټنې کېږي، څو ملي عواید له داخلي سرچینو په ځانګړې توګه د کانونو له استخراجه تامین شي، چې دا کړنه اقتصادي وابستګي له منځه وړي."
د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي هم په دې باور دی چې د کانونو ایستل، اقتصادي بستګي کموي او د اقتصاد د خود کفایي سبب کېږي.
د «شیدا» مسو کان د پروژې ترسره کوونکي سمیع الحق صدیقي له مرکزي او ځایي مقاماتو قدردانی وکړ او ویې ویل چې د دې کان استخراج به په زرګونه کارګرانو او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
هغه وویل: "د دې کان په استخراج سره به په زرګونه هراتیانو ته د کار زمینه برابره شي."
د «شیدا» د مسو کان د هرات د ادرسکن او ګذره ولسوالیو ترمنځ سرحد کې پروت دی چې د هېواد په کچه د مسو یو لو کان دی.