صفحه نخست » افغانستان » افغان ښځې د ټاکنو بهیر د شفافیت او قانون د حاکمیت غوښتنه کوي
افغان ښځې د ټاکنو بهیر د شفافیت او قانون د حاکمیت غوښتنه کوي
د افغان ښځو شبکه بایومتریک رایو ته په اعتبار ورکولو د ټینګار ترڅنګ د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو، سیاسي مشرانو او د خلکو له استازو وغوښتل چې له مخکې قضاوت او پر ټاکنیزو کمېسیونونو له فشار راوړلو دې ډډه وکړي.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، د تلې د شپږمې په ټاکنو کې د رایې ورکونې په ۴۳۸۴ مرکزونو کې شاوخوا ۲،۵ میلیون افغانانو رایې ورکړې دي.
د کمېسیون مسوولین وايي، په ټوله کې ۹.۵ میلیون افغانانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې وه او د رایې ورکونې ۴۹۰۵ مرکزونه فعال و. د افغان ښځو د شبکې د همغږۍ برخې مسوولې روشن مشعل نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، له زورواکۍ او منفي تبلیغاتو چې د خلکو ذهنونه ګډوډوي او د کمېسیونونو په چارو کې یو ډول روښانه لاسوهنه ده، په جدي ډول ډډه وشي. هغه زیاته کړه، پر سختو امنیتي ګواښونو سربېره خلک د رایې صندوقونو ته لاړل او د خپلې خوښې نوماندانو ته یې رایې ورکړې.
دغه راز د افغان ښځو د شبکې ارشد غړې او د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیز بنسټ رییسې زرقا یفتلي وویل: ((دا چې له تېرو ټاکنو تجربه لرو چې غیر بایومتریک رایې د ټاکنو په بهیر کې د درغلۍ او فساد د رامنځته کېدو لامل کېږي، نو دغه ډول رایې باید باطلې اعلان شي.))
هغې زیاته کړه، که غیربایومتریک رایې لغوه اعلان شي، د ټاکنو باور به ډېر او یو داسې کس چې درغلي یې نه وي کړي، د خلکو د رایو له مخې به واک ته ورسېږي.
په هغې اعلاميه کې چې د ښځو شبکې له خوا ولوستل شوه، راغلي: ((له ټولو ټاکنیزو ټکټونو، سیاسي مشرانو او خلکو له استازو غواړو چې له وخت مخکې قضاوت، پر کمېسیون د فشار راوړلو له کړنو، زورواکۍ او ناوړو تبلیغاتو چې د خلکو فکرونه ګډوډوي او د کمېسیون په چارو کې یو ډول لاسوهنه ده، ډډه وشي.))
دغه راز په اعلاميه کې له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه شوې چې هر ډول درغلۍ ، سرغړونې او په ټاکنیزو چارو کې ناقانونه لاسوهنې دې په جدي ډول وڅېړي او قانوني چلند دې ورسره وکړي.
د ښځو شبکې د ټاکنو د څار له بنسټونو غوښتي چې په شفاف، صادقانه او عادلانه ډول د رایې راټولونې، رایو شمېرنې او پایلو له اعلان څخه څارنه وکړي.
د یادې شبکې په اعلاميه کې له رسنیو غوښتنه شوې چې د ټاکنو اړوند خبرونو د خپرېدو په برخه کې د بې طرفۍ اصل ته په کتو عدالت او د هېواد لوړې ګټې په پام کې ولري او د بې اتفاقۍ زېږوونکو پیغامونو له خپرېدو ډډه وکړي.
