صفحه نخست » افغانستان » د عبدالله ټاکنیزه ډله: د ټاکنو ګټونکی مالوم دی، پایلې دې ژر اعلان شي
د عبدالله ټاکنیزه ډله: د ټاکنو ګټونکی مالوم دی، پایلې دې ژر اعلان شي
د افغانستان د اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي، د تېرو ولسمشریو ټاکنو ګټونکې ډله مالومه ده او لنډمهالی حکومت نه رامنځته کېږي. دوی د ټاکنو پر کمېسیون غږ کړی چې یوازې د بایو مټرېک رایو پر اساس دې د ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.
د دې ټاکنیزې ډلې یوه غړي او د ټاکنو د کمېسیون پخواني مشر فضل احمد معنوي نن دوشنبه کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل، که یوازې بایومټرېک رایې وشمېرل شي نو دوی ډاډه دي چې ټاکنې یې ګټلې دي.
ښاغلي معنوي ټینګار وکړ چې تېرې تجربې به نه تکرارېږي، ځکه دا ځل ټاکنې ښکاره ګټونکی لري او دویم پړاو ته هم کومه اړتیا نشته، ځکه چې یوه ډله په لومړي پړاو کې ګټونکې ده.
نوموړي اندېښنه وښوده چې د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکوونکو ټولټال شمېر له اندازې زیات ښیي، او کمېسیون کې ځینې کسان هڅه کوي چې غیربایومټرېک رایې هم سیستم ته ور شاملې کړي.
فضل احمد معنوي وویل، د لنډمهالي حکومت رامنځته کېدل هم یو خوب او خیال دی، او پر یوناما یې غږ وکړ چې د رایو په شمېرلو او د پایلو په اعلانولو کې د ټاکنو له کمېسیون سره مرسته وکړي.
نوموړي پر لویې څارنوالۍ غږ وکړ چې "لوی او ښکاره غله " دې ممنوع الخروج اعلان کړي چې راتلونکی حکومت ورسره حساب کتاب وکړي.
بله خوا نن دوشنبه د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا تر چتر لاندې پنځو نوماندانو له ټاکنو وروسته خپل لومړني دریځ کې تر ډېره په هغو ټاکنیزو ټیمونو نیوکه وکړه چې د اوسني حکومت په مشرتابه کې دي او هغوی یې د ټاکنو پر مهال په ګډوډیو، د دولتي امکاناتو په ناوړه استفادې او سرغړونو تورن کړل.
د نوماندانو شورا په خبرپاڼه کې راغلي، دوی له اوسني وضعیته داسې جاج اخیستی چې یوځل بیا به ټاکنې په یوه ناورین بدلېږي.
په دغو نوماندانو کې چې نن دوشنبه د شورا په چتر کې سره راټول شوي ول، رحمت الله نبیل، شهاب حکیمي، فرامرز تمنا، احمد ولي مسعود او عنایت الله حفیظ شامل وو. دوی ویل چې د خلکو د کم ګډون او نورو ستونزو له کبله د ولسمشرۍ ټاکنې چې د تلې په شپږمه ترسره شوې هېڅ ګټونکی نه لري.
دوی د احتمالي ناورین د مخنیوي لپاره د دریمې لارې د غوراوي یادونه وکړه، خو په ډاګه یې نه کړه چې څه غواړي. د شورا په خبرپاڼه کې د دریمې طرحې په برخه کې یوازې د ملي ظرفیتونو د راټولولو خبره شوې ده.
بل لورته د ټاکنو کمیسیون وایي، دوی د پاکو او ناپاکو رایو د چاڼ سمبال سیستم لري او شوې درغلۍ به د ټاکنو په پایله هېڅ ډول اغیز ونه کړي.
د دغه کمیسیون غړی مولانا عبدالله وایي، یوازې بایومتریک رایې حسابېږي او ډاډه دي چې له دې سره به رڼې پایلې ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه "لکه څنګه چې اوس مخکې روان یو، ویلی شو چې لومړنۍ پایلې به په خپل وخت اعلانېږي، تراوسه کارونه ډېر ښه مخ ته روان دي، زمونږ احتیاطي بایومتریک وسیلې هماغسې تړلې بېرته موږ ته را ورسېدې، دا په دې معنا ده چې ټولو مرکزونو کې بایومتریک کار کړی دی، هېڅ پلمه نه ده پاتې چې له بایومتریک نه دې ګټه وانخستل شي، هغو کسانو چې په هر دلیل بې له بایومتریکه رایې کارولي، رایې یې باطلېږي. "
په همدې حال کې د ټاکنو د څار یوشمېر بنسټونو د ټاکنو په اړه د خپلو لومړنیو موندنو پایلې له رسنیو سره شریکې کړي. دغو بنسټونو په ټوله کې د ولسمشرۍ دا ځل ټاکنې له مدیریتي پلوه د تېرو هغو پرتله ښې وبللې او وې ویل چې د دوی څه باندې ۷ زره څارونکو د رایې ورکونې بهیر څارلی دی.
دوی سپارښتنه کړې چې د ستونزو د مخنیوي لپاره باید کمیسیون یوازې به بایومتریک رایو حساب وکړي او ټولې هغه تګلارې پلې کړي چې د درغلیو د مخنیوي په موخه جوړې شوي دي.
له دې سره سم په کابل کې د امریکا سفارت هم نن دوشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په افغان ټاکنو کې درغلۍ ته هېڅ ځای نشته او یوازې د خلکو قانوني رایې دې په بې پرې او رڼه توګه وشمېرل شي.
