صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د سولې ولسي حرکت له طالبانو سره د خبرو بیا پیلېدو غوښتنه وکړه

د سولې ولسي حرکت له طالبانو سره د خبرو بیا پیلېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د سولې ولسي حرکت غوښتنه کوي چې په کور دننه يا هم په کوم اسلامي هېواد کې دې له طالبانو سره د سولې مذاکرات بيا پيل شي.
د دغه حرکت يو شمېر غړي چې له کندهاره بلخ ته راغلي او د تلې په ٢٠مه د مزارشريف په روضه کې راټول شوي وو، دغه راز وويل چې د هېواد د هرې برخې د جګړې زيان ټول افغانستان ته رسېږي او بايد خلک يې پر وړاندې پورته شي.
د سولې ولسي حرکت غړي عبدالجبار نوميال د تلې په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې مخکې يې په سوېلي ولايتونو کې د سولې په پلوۍ او جګړې پر ضد فعاليت کړی او په خبره يې چې اوس غواړي په شمال زون کې هم په دې تړاو د خلکو د بيدارۍ په برخه کې هڅې وکړي.
نوموړی زياتوي چې د افغانستان جګړې افغانانو ته پراخ ځاني او مالي زيانونه اړولي او اوس د دې وخت را رسېدلی چې جنګ ته نه وويل شي.
د هغه په وينا، له طالبانو سره د سولې درېدلي مذاکرات دې يو ځل بيا يا په کور دننه او يا هم په کوم اسلامي هېواد کې له سره پيل شي.
د سولې ولسي حرکت دغه غړی زياتوي چې رښتينې سوله د افغانانو له خوا راتلی شي او زياته يې کړه چې روس او امريکا هېڅکله داسې سوله نه شي راوستلی چې افغانانو ته يې خير ورسېږي.
د هغه په وينا، که خلک همداسې چوپ پاتې شي نو د جګړې اور به حتی تر ښارونو او امنو سيمو پورې هم ورسېږي.
د افغانستان د ولسي بنسټ مشر ډاکټر نجيب پيکان پروګرام ته په وينا کې وويل، چې افغانان د سولې او جګړې په تړاو واحد نظر لري، چې ښه بېلګه يې د کندهاريانو او بلخيانو يو ځای راټولېدل دي.
هغه غوښتنه وکړه چې افغانان با عزته سوله غواړي او د سولې په نوم د بهرنيو کړيو د استخباراتي غوښتنو ته به تسليم نه شي.
د پيکان په خبره، هېڅ لوری د جګړې په دوام سره خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.
مدني فعال ذبيح الله احساس په خپلو خبرو کې وويل چې د سولې په برخه کې د سولې ولسي حرکت هڅې د ستايلو دي.
هغه زياته کړه چې سوله ارمان نه، بلکې يو اشد ضرورت دی چې خلک يې بايد د راوستو برخه کې زيار وباسي.
د احساس په خبره، هر هغه څوک چې قومي او سمتي تربګنيو ته لمن وهي، د افغانستان دښمنان دي او افغانان يې بايد وپېژني.
په بلخ کې د ښځو د حقونو يوې فعالې پښتنې افغان پژواک ته وويل چې بلخ دوه کاله مخکې د امنو ولايتونو په کتار کې و خو نن سختې جګړې په کې روانې دي.
هغې زياته کړه چې بهرنۍ کړۍ غواړي د افغانانو ترمنځ د قومي او سمتي لرې والي رامنځته کولو لپاره جګړه وغځوي.
دغه مېرمن د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو پر ساتلو ټينګار کوي او زياتوي چې د جګړې ښکېلې خواوې بايد د سولې لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
د سولې ولسي حرکت غړي وايي چې له بلخ وروسته به په کندوز، بغلان، فارياب او يو شمېر نورو شمالي ولايتونو کې د سولې په تړاو له عامو خلکو سره خپلو ليدنو کتنو ته دوام ورکړي.