صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د پولیو د واکسین پنځه ورځنی کمپاین په ناامنو سیمو کې هم پلی کیږي

د پولیو د واکسین پنځه ورځنی کمپاین په ناامنو سیمو کې هم پلی کیږي

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د کمپاین په دې دوره کې به د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۸ میلیونه او ۵۰۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ وي، واکسین شي.
د ګوزڼ یا پولیو دغه سراسري کمپاین د میزان په ۲۲مه پیل شوی او د روانې میاشتې تر۲۶ مې به دوام وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو ختمولو پروګرام مسوول هدایت الله ستانکزي د چهارشنبې په ورځ (میزان ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، دا ځل به د واکسین دغه کمپاین هغو ناامنو سیمو ته هم وغځول شي چې پخوا پکې ماشومان نه دي واکسین شوي.
د ښاغلي ستانکزي په خبره د پولیو واکسین به په امنو سیمو کې کور په کور ماشومانو ته ورسول شي او په ناامنو سیمو کې په تېره بیا هلمند، کندهار او ارزګان کې د روغتیايي مرکزونو له لارې پلی کېږي.
د هغه په خبره، خلک د پولیو کمپاین په پلي کېدو کې مرسته کوي او تردې مهاله ددوی کارکوونکي له کومې ستونزې سره نه دي مخامخ شوي.
چارواکي وایي، له سمنګان او پنجشیر پرته نورو ټولو ولایتونو کې دا ځل ماشومان واکسین کېږي.
دا کمپاین داسې مهال پیل شوی چې په روان کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو د ۱۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. وروستۍ پیښه یې تېره اوونۍ د ختیځ ولایت ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې وه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د پولیو مثبتې پېښې ځکه ډېرې شوي چې د دولت مخالفین دوی ته په ځینو سیمو کې د واکسین اجازه نه ورکوي.
د پولیو ترټولو ډېرې پېښې په جنوبي ولایت ارزګان کې ثبت شوي چې ۱۵ ته رسېږي. چارواکي وايي دوی د ناامني او د مخالفینو د ګواښ له امله ونشوای کولی ارزګان کې ماشومانو ته واکسین ورسوي.
خو بلخوا د هلمند ولایتي چارواکي وايي چې د واکسین روان کمپاین به پر امنو سیمو سربېره هغو سیمو ته هم وغځول شي چې طالبان پرې کنټرول لري.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو پېښې پکې رامنځته کېږي.
افغانستان کې هم ترډېره په هغو ولایتونو کې پولیو لیدل کېږي چې پاکستان سره پر پوله پرتې دي.