صفحه نخست » افغانستان » حکومت په هرات کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا وکړه
حکومت په هرات کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا وکړه
د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ ادعا کړې چې په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې لسګونه طالبان وژل شوي دي.
د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخېل وویل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې طالبانو د یاد ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر «کرکي» پوسته له څو لوریو برید کړی دی.
نوموړي نن د لړم په دویمه پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونه د طالبانو له دغه بریده مخکې خبر وو او د برید پر مهال جنګي چورلکو پر طالبانو هوایي بریدونه وکړل.
د هرات امنیه قوماندان زیاته کړه چې د طالبانو پر سیمو پنځه ځله بمبار شوی، چې له امله یې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي.
هغه زیاته کړه چې د ډېری طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک ته وویل چې د پشتون زرغون، اوبه، تولک او فردوسي ولسوالیو زیات شمېر وسله والو طالبانو د چشت ولسوالۍ په شمال ختیځ کې د «کرکي» پر پوسته پراخ بریدونه پیل کړي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغه جګړه کې د څو موټرسایکلونو، وسلو، مهماتو او مالي زیانونو سربېره، ۶۲ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
نوموړي وویل چې په دې جګړه کې امنیتي سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز د طالبانو په برید کې اووه امنیتي سرتېري ووژل شوي وو.
