صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

یکشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د کانونو او پټروليم سرپرست وزيرې نرګس نهان استعفا کړې

د کانونو او پټروليم سرپرست وزيرې نرګس نهان استعفا کړې

د کانونو او پټروليم سرپرست وزيرې نرګس نهان استعفا کړې او ولسمشر غني هم د هغې استعفا منظور کړې ده.
د دې وزارت يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس د پورته موضوع د تاييدولو ترڅنګ وويل چې د نرګس نهان د شخصي ستونزو له کبله استعفا ورکړې او ولسمشر محمد اشرف غني هم د تلې مياشتې په ٣٠مه منظور کړې ده.
هغه زياته کړه، د دې استعفا منظوري تېره ورځ د کانونو وزارت ته رسېدلې او د ولسمشر غني په حکم د دې وزارت تخنيکي معين عنايت الله مومند د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ټاکل شوى دى.
نهان د ١٣٩٦ کال په وري مياشت کې د ولسمشر له خوا د ياد شوي وزارت د سرپرست وزيرې په توګه وټاکل شوه. هغه د همدې کال په ليندۍ مياشت کې ولسي جرګې ته د اعتماد رايې د اخيستلو لپاره معرفي شوه، خو د تاييد رايه يې وانخيسته.
له همدې وخت راهيسې هغې د دې وزارت د سرپرستې په توګه خپل کار ته دوام ورکړ.
د ملي يووالي حکومت د کابينې له غړو تېره ورځ د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني هم استعفا ورکړه.