صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

دوشنبه ۱ جدی ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ډاکټر عبد الله د شانګهاى په غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته لاړ

ډاکټر عبد الله د شانګهاى په غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته لاړ

  د حکومت اجراييه رييس د شانګهای غړو هېوادونو د مشرانو په سرمشریزه کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته لاړ.
د شانګهاى غړو هېوادونو سازمان د څو اړخيزه همکاريو په موخه په ٢٠٠١ کال کې د چين، روسيې، ازبکستان، تاجکستان قزاقستان او قرغيزستان د رهبرانو له خوا رامنځته شوى دى.
د اجراييه رياست له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اجراييه رييس ډاکټر عبد الله په ياده غونډه کې د ګډون په موخه نن له غرمې مخکې ازبکستان ته لاړ.
سرچينه وايي چې عبد الله به په يادې غونډه کې د افغانستان د حکومت په استازيتوب خبرې وکړي.
خبرپاڼه زياتوي چې عبدالله به د يادې غونډې په څنډه کې د رويسې، ازبکستان، قزاقستان، قرغيزستان  او تاجکستان له لومړيو وزيرانو او د ايران د ولسمشر له مړي مرستيال، د هند له دفاع وزير، د شانګهاى سازمان له سکرتر جنرال او يوشمېر نورو چارواکو سره ليدنې ولري.
د يادې غونډې کډون کوونکي به د سيمې پر اقتصادي، سياسي، امنيتي، پانګې اچونې، ترهګرۍ او بنسټپالنې په اړه بحث وکړي.