صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

دوشنبه ۱ جدی ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د هلمند يوشمېر مدني فعالانو د برېښنا رياست دروازه وتړله

د هلمند يوشمېر مدني فعالانو د برېښنا رياست دروازه وتړله

د هلمند يو شمېر مدني فعالانو په دغه ولايت کې د برېښنا د بيې د لوړوالي په غبرګون کې د برېښنا رياست دروازه وتړله.
د يادو مدني فعالانو په استازيتوب عبدالحق ځواکمن پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د برېښنا د لګښت بيه لوړه شوې ده.
هغه وايي: ((برېښنا زموږ خپله ده، له کجکي برېښنا بند نه راځي خو قيمت يې ډېر لوړ دى.))
ده زياته کړه چې مدني فعالانو د اعتراض په توګه د برېښنا رياست مخې ته خېمه درولې او د دغه رياست دروازه يې تړلې ده.
دغه راز بل مدني فعال محمد هيرمند پژواک ته وويل چې يو شمېر ولايتونو ته وارداتي برېښنا ورکړل شوې، خو د هلمند په څېر يې د برېښنا د لګښت بيې لوړې نه دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې دا مهال د يو کيلوواټ برېښنا بيه له ١٥-٢٥ افغانيو پورې ده.
ده وويل: ((ترڅو چې د برېښنا نرخ يې نه وي ټيټ کړى، زموږ خېمه به همدغه شان د رياست مخ ته ولاړه وي.))
د يادو اعتراض کوونکو له ډلې څخه د لښکرګاه ښار اوسېدونکي شکورخان اکا پژواک ته وويل چې د برېښنا لګښت بيل يې هرځل په هغه کچه کې راځي چې دى يې د ورکولو توان نه لري.
ده وويل: ((تېر کال په اداري مجلس کې پرېکړه وشوه چې برېښنا به خلکو ته په يوې نيمې افغانۍ ورکول کيږي، خو بيا هم مسوولينو پرې عمل ونه وکړ اوس هم خلکو ته په ٢٠ او ٢٥ افغانيو يو کيلو وات برېښنا ورکوي.))
يادو کسانو ويل چې تر هغه به خپل اعتراض ته ادامه ورکړي ترڅو دغه ستونزه هواره شي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د هلمند د برېښنا رييس وحيدالله عليزي پژواک ته وويل چې د برېښنا د بيې لوړول او ټيټول د ده له واکونو څخه پورته خبره ده.
خو زياته يې کړه چې د يادو اعتراض کوونکو غوښتنه به په مرکز کابل کې له مسوولينو سره شريکه کړي.
د يادونې ده چې په هلمند کې د کجکي برېښنا په نويو توربينونو کار روان دى چې په بشپړېدو سره به يې دغه بند د سل ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت پيدا کړي.