صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

مالیې وزارت د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه

مالیې وزارت د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه

د راتلونکي کال مالي بودجې ملي طرحه چې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیايي بودجه په کې شامله ده، نن د مالیې وزارت له خوا مشرانو جرګې ته معرفي شوه.
د مالیې وزارت سرپرست او مالي او اداري مرستیال چې نن یې مشرانو جرګې ته د راتلونکي کال د ملي بودجې په اړه وضاحت ورکاوه، وویل، د راتلونکي کال مالي بودجه اوسنیو محدودیتونو ته په پام داسې ترتیب شوې چې له یوې خوا د دولت عادي لګښتونه تمویلوي او بلخوا د پراختیايي پروژو کار دوام پیدا کوي.
هغه وایي، افغان حکومت هڅه کوي چې د پانګونې د جذب له لارې ډېره بودجه له داخلي عایداتو تمویل کړي.
د نوموړي په خبره، د راتلونکي کال له ټولې بودجې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودیجه ده.
همدرد د خپلو خبرو په دوام وویل، د راتلونکي کال له ټولې بودیجې ۲۰۸.۹ میلیارده افغانۍ د ټولې بودجې ۴۸ سلنه جوړوي، له داخلي عایداتو تمویلېږي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، له ټولې ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودجې ۶۳ میلیارده د افغان دولت بودجې له لارې چې د بېلابېلو بنسټونو مرستې دي، مصرفېږي او ۷۵ میلیارد نورې غیراختیاري دي چې د تمولوونکو له خوا مصرفېږي.
د مالیې وزارت دغه لوړپوړي چارواکي په ډاګه کړه چې د راتلونکي کال تر ټولو زیاته بودجه په ترتیب سره امنیتي، خوندیتوب او عامه نظم، پوهنې، کلتور او دین، مخابراتو، انرژۍ او کانونو، عامه خدمتونو او زېربناوو سکتور کې مصرفېږي.
د مالیې وزارت د مالي او اداري مرستیال په خبره، د کورنیو عایداتو کچه د تېر کال په پرتله ډېره شوې او راتلونکی کال هم مالیې وزارت تصمیم لري چې له تېر کال څخه لس میلیارده افغانۍ ډېر عایدات راټول کړي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، د دې جرګې د مالي او ملي اقتصاد کمېسیون ترڅنګ نور کمېسیونونه هم ژر تر ژره له تخصصي پلاوي سره د بودجې طرحه وڅېړي او د تایید لپاره یې دې عمومي ناستې ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، مالیې وزارت تیاري وښوده چې په مشرانو جرګه کې د خلکو له استازي سره د دې طرحې د بډاینې لپاره د بودجې تر طرحې دوامداره کار وکړي.
د اساسي قانون د ۹۸مه مادې له مخې، د دولت بویجه او پراختیايي پروګرامونه مشرانو جرګې ته او د دې جرګې تر مشورې او نظر وروسته ولسي جرګې ته وړاندې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په روان مالي کال کې ټوله بودیجه ۳۹۹ میلیارد افغانۍ وه چې ۲۷۵ میلیارد یې عادي او ۱۲۴ میلیارد افغانۍ یې پراختیايي بودیجې ته ځانګړې شوې دي.