صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د ناټو مشرانو افغانستان کې ددغه سازمان د ماموریت پر ملاتړ ټینګار وکړ

د ناټو مشرانو افغانستان کې ددغه سازمان د ماموریت پر ملاتړ ټینګار وکړ

د ناټو مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د تروريزم پر ضد د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ملاتړ ټينګار وکړ.
د ناټو نظامي سازمان مرستيال ویاند پیرز کزالي ازادي راډیو ته وویل، د دوی له هڅو یوه دا ده چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت مخه ونيسی.
ښاغلي کزالي وویل، ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
ده زیاته کړه: "مهمه دا ده چې طالبان په ریښتونې ژمنې سره د مذاکراتو مېز ته کښیني. په دې معنا چې مصالحې ته حاضر شي او یو شمېر مسایل ومني. که داسې وشي، د سولې توافق ته به ښه فرصتونه برابر شي."
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ افغانستان ته خپل ناڅاپي سفر بریالی وباله.
ولسمشر ټرمپ د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بېرته پیل شوي دي.
ناټو په دې اړه د روسیې او چین په ګډون د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان په سوله کې خپل رول ولوبوي.