صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۷ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

افغانستان کې له ۳۰ زره ډېر د پستې بڼونه جوړ شوي

افغانستان کې له ۳۰ زره ډېر د پستې بڼونه جوړ شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په هېواد کې له ۳۰ زره زیات د پستو نوي باغونه جوړ کړي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، یوازې په هرات ولایت کې تازه له ۳۵۰۰ جریبو نه په زیاته ځمکه کې د پستو بڼونه جوړ شوي دي.
هغه زیاتوي: "دا له ۳۰ زرو جریبو نه زیات بڼونه چې جوړ شوي، د راتلونکو کلونو لپاره ښه هیله مندي ده چې زموږ د تولید کچه ورسره لوړېږي او موږ په دې برخه کې په ځان بسیا کېږو، هغه پلان چې د کرنې وزارت لري غواړي د خصوصي سکټور په همکارۍ د پستو سوداګریز بڼونه جوړ کړي، چې طرح یې د اقتصاد عالي شورا له لوري هم تائید شوې ده."
نوموړي وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې د دغه محصول زیاتېدو ته په کتو، صادرات یې هم په پراخېدو دي.
د کرنې وزارت وایي، دا مهال د افغانستان د پستې کیفیت ته په کتو دغه محوصل بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان، هند او عربي هېوادونو ته صادرېږي.
خو د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال توریالی غوثي وایي، سره له دې چې کورنۍ پسته کولای شي د بازار تقاضا پوره کړي خو بیا هم له بهر نه د پستې د وارداتو کچه لوړه ده. هغه زیاته کړه: "کله چې موږ پسته لرو او صادارات یې هم کوو نو حکومت باید تعرفې وضع کړي او د پستې د ګمرکي محصول لګښت هم زیات کړي چې بهرنۍ پسته راوارده نشي خو کوم وخت چې موږ وارداتي پستې ته اړتیا ولرو، تعرفې دې کمې کړي چې واردات هم ولرو."
په افغانستان کې په هرات ولایت کې تر ټولو زیاته پسته تولیدېږي. په روان کال کې په دغه ولایت کې ۱۱۰ متریک ټنه د پستو حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.