صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د ننګرهار مدني فعالانو پر ډاکټر ناکامورا بريد وغانده

د ننګرهار مدني فعالانو پر ډاکټر ناکامورا بريد وغانده

د ننګرهار مدني فعالانو د ډاکټر ناکامورا په ياد شمع بلې کړې او د نوموړي وژل کېدل يې وغندل.
دوی وويل، ناکامورا د کونړ سيند د مهارولو لپاره کار کاوه او تور يې پورې کړ چې د نوموړي د وژل کېدو تر شا د پاکستان هېواد لاس دی؛ ځکه هغوی نه غواړي دغه اوبه پرې بندې شي.
د لېندۍ په ۱۲مه سهار نږدې اته بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند سولې کاروان دفتر ته څېرمه ناڅرګندو وسله والو د جاپان د PMS په نوم د يوې موسسې په کار کوونکو ډزې وکړې چې د دغې موسسې جاپانی مشر او پنځه افغان کارمندان يې چې څلور ساتونکي او يو موټر چلوونکی و، ووژل شول.
د ننګرهار مدني فعالان نن ماښام د جلال اباد ښار د پښتونستان څلور لارې ته ورټول شوي وو او د ډاکټر تيتسو ناکامورا په ياد يې شمعې بلې کړې.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى ميرويس ياسيني چې دغو مراسمو ته ورغلى وو، د ډاکټر ناکامورا وژل وغندل او ويې ويل چې جاپان له کومو سياسي او  اقتصادي موخو پرته مرستې کړې دي.
هغه زياته کړه چې نوموړى دافغانستان او په ځانګړې توګه د ختيځې سيمې خلکو ته کار کړى او خلک ترې پوروړي دي.
ياسيني وويل چې د هغه خدمات به تل د ننګرهاريانو لخوا ستايل کېږي. او يادېږي.
ټولنيز فعال شريف الله ناصري پر ډاکټر ناکامورا بريد وغانده او دا يې د پاکستان د استخباراتي ادارې او حکومت کار وباله.
ده وويل: ((د دې خبرې تحقيقاتو ته هېڅ حاجت نشته، ناکامورا د پنجاب اسټبلشمنټ وواژه، د ناکامورا ګناه دا وه چې د کونړ سيند يې له پنجاب نه منع کاوه، افغانان يې خپلې رڼا ته کېنول.))
دغه راز يو بل مدني فعال ډاکټر اسدالله ښاليز له حکومته وغوښتل چې د ډاکټر ناکامورا د وژنې څېړنه دې وکړي او په کومه سيمه کې چې دا پېښه رامنځته شوې د هغې سيمې امنيتي مسوولين دې تر څېړنو لاندې ونيول شي.
د ډاکټر ناکامورا يو همکار انجنير عاطف په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې څڅېدلې وويل، ناکامورا به تل ويل چې افغانان بايد په خپلو پښو ودرېږي، د بهرنيانيو مرستې ته تمه ونه کړي او تل يې د يوه  ودان افغانستان خوبونه ليدل.
پر ناکامورا شوی بريد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازو غندلی، طالبانو په کې لاس لرل رد کړي؛ خو لا تر اوسه يې چا مسوليت نه دی منلی.