صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

بلخ کې د برېښنا پر پوروړو د برېښنا پرې کولو کمپاین پیل شو

بلخ کې د برېښنا پر پوروړو د برېښنا پرې کولو کمپاین پیل شو

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د برېښنا پر پورړو د برېښنا پرې کولو کمپاين پيل شو.
د بلخ د برېښنا شرکت رييس انجنير حميدالله حميدي د لېندۍ په ۱۷مه د دغه کمپاين د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې د دغه کمپاين په لومړي پړاو کې به پر هغو کسانو برېښنا پرې کړي چې په غير قانوني ډول له برېښنا استفاده کوي.
هغه زياته کړه، دغه رياست د برېښنا ټولو پوروړو ته په ليکلي بڼه خبرداری ورکړی څو خپله قرضداري خلاصه کړي.
د حميدي په خبره، يو شمېر پوروړي حاضر شوي چې خپل پور ادا کړي خو زياتوي چې لا هم يو شمېر قرضداران د خپلو پورونو له ورکړې سرغړونه کوي.
نوموړى وايي چې په مزارشريف ښار کې اشخاص، شخصي ملکيتونه، دولتي او خصوصي ادارې ټولټال شاوخوا يو ميليارد افغانۍ د برېښنا له درکه پوروړي دي.
د بلخ د برېښنا شرکت رييس په وينا، که پوروړي د دوی له خبرداري سره بيا هم خپل پورونه ادا نه کړي نو قانوني چلند به ورسره وکړي.
هغه په مزارشريف کې د برېښنا د پارچاوۍ په اړه د ښاريانو د شکايتونو په اړه وويل چې د ژمي په موسم کې د برېښنا د کمښت له امله برېښنا په نوبت شوې ده.
مزارښاريان د برېښنا د پوروړو پر وړاندې د پيل شوي کمپاين هرکلی کوي.
د مزارشريف يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې برېښنا رياست بايد ډېر پخوا د خپلو پوروړو پر ضد دغه کمپاين پيل کړی وای.
هغه زياتوي چې د قانون پر وړاندې ټول افغانان يو ډول حقوق او وجايب لري او بايد قانون پر ټولو يو شان عملي شي.
د نورالله په خبره، کله چې د ټولنې غريب خلک مياشت په مياشت د خپلې برېښنا بېلونه تحويلي، بايد چې بډای او لوړپوړي خلک يې لومړی تحويل کړي.
نوموړي همدا راز په مزارشريف ښار کې د برېښنا د بيې له لوړوالي هم شکايت وکړ او غوښتنه يې دا وه چې دې برخې ته دې بيا کتنه وشي.
د بلخ برېښنا شرکت مسوولين وايي چې د برېښنا بيه مرکزي حکومت او د افغانستان برېښنا شرکت له خوا ټاکل کېږي او دوی يې عملي کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په بلخ ولايت کې دولتي ادارې، زورواکي او عام خلک ميليونونه افغانۍ د برېښنا له درکه پوروړي دي.