صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د لوګر د پوهنې رياست کارکوونکو د نوي رييس معرفي کېدو غبرګون کې خپل دفترونه تړلي

د لوګر د پوهنې رياست کارکوونکو د نوي رييس معرفي کېدو غبرګون کې خپل دفترونه تړلي

د لوګر د پوهنې رياست يو شمېر کارکوونکو د نوي رييس د معرفي کېدو په غبرګون کې خپل دفترونه تړلي او د کار د نه کولو اعلان يې کړى دى.
د پوهنې وزارت دوه ورځې وړاندې نثار احمد سعيدي د لوګر ولايت د پوهنې رياست د سرپرست په توګه معرفي کړ، خو د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو د ولايتي شورا غړو او د همدې رياست ځينو کارکوونکو له نوموړي سره له دې امله مخالفت وکړ چې د کندهار ولايت اوسېدونکى دى او  بايد په دغه ولايت کې د رييس په توګه ونه ټاکل شي.
دوى وايي چې لوګر خپل کادرونه لري، بايد د همدې ولايت اوسېدونکى د پوهنې د رييس په توګه وګومارل شي.
په دې اړه د لوګر د پوهنې رياست د انسجام امر مولوي سميع الحق راشد د ليندۍ په ٢١ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه رياست کارکوونکي دغه نوى شخص د رييس په توګه نه مني او ترڅو چې دى له دندې بېرته نه وي ګوښه شوى، دوى کار نه کوي.
هغه وايي: ((له موږ سره سليقوي چلند شوى دى، موږ دغه کس د رييس په توګه نه منو، ځکه دا يې وړتيا نه لري.))
دغه راز د پوهنې رياست د تادياتو د څانګې مامور بلال احمد پژواک ته وويل، له کومې ورځې چې نثار احمد سعيدي د رييس په توګه معرفي شوى، دلته په رياست کې يو ډول ستونزه رامنځته شوې ده.
هغه وايي: ((د ډېرو څانګو دروازې تړلي دي او کارکوونکي يې کار نه کوي غوښتنه يې دا ده چې د دغه ولايت يو اوسېدونکى بايد د رييس په توګه معرفي شي.))
خو بل لورته د لوګر د پوهنې سرپرست رييس نثار احمد سعيدي پژواک ته وويل چې د پوهنې وزارت له لوري معرفى شوى او غواړي چې لوګر ته خدمت وکړي.
هغه  وایي: (( کله چې زه دوه ورځې وړاندې د ریاست د سرپرست په توګه معرفی شوم، نو دلته زما پر وړاندې د ولایتي شورا غړو او د ریاست يو شمېر کارکوونکو بغاوت وکړ.))
ده زياته کړه چې دا مهال د پوهنې رياست دروازه د خلکو پر مخ پرانېستې ده او کوم کارکوونکي چې دندو ته نه حاضريږي، قانوني چلند به ورسره وشي.
سعيدي وايي: ((په دې ستونزه ولايت او وزارت دواړه خبر دي او هېچا ته اجازه نه ورکوو چې خپل دفترونه وتړي.))
په ورته وخت کې د لوګر د والي وياند ديدار لونګ هم پژواک ته وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه د ولايت له لوري پو پلاوى ټاکل شوى دى.
هغه وايي: ((کوم کارکوونکي چې کار ته نه ورځي او د خپل رييس مخالفت کوي، پر وړاندې يې قانوني چلند کيږي.))
د يادونې ده چې څه موده وړاندې د لوګر په يو شمېر ښوونځيو کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې راپورونه خپاره شول چې له امله يې د دغه ولايت د پوهنې رييس عبدالوکيل کيلوال له دندې استعفي ورکړه او پرځاى يې نثار احمد سعيدي د سرپرست په توګه وټاکل شو.