صفحه نخست » افغانستان » د ناټو قوماندان د کندهار او زابل امنيتي وضعيت وارزولو
د ناټو قوماندان د کندهار او زابل امنيتي وضعيت وارزولو
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سويل ته د سفر پر مهال د کندهار او زابل ولايتونو له واليانو سره پر امنيتي وضعيت خبرې کړې دي.
د کندهار ولايت مقام لخوا لېندۍ په ٢٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر پرون کندهار ته د سفر پر مهال والي حيات الله او يو شمېر نورو مسوولينو سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې د کندهار والي حیات الله حیات د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قومندان ته د کندهار د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ويې وویل، چي ګډو امنیتي ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت په همکارۍ دښمن ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي او توانیدلي د دښمن ګواښونه پر وخت شنډ او ورته غاښ ماتوونکي جواب ورکړي. هغه زياته کړې، چې د نظامي مجلسونو پر مهال یې د ښار او ولسوالیو د ډاډمن امنیت ساتلو لپاره ځانګړي پلانونه تر کار لاندې دي او همدارنګه د ژمنی امنیتي پلانونو د پرمختګ او لاسته راوړنو جزیات هم شریک کړل.
حیات وايي، سوله د ټولو افغانانو لومړنۍ او اساسي غوښتنه ده او له سولې پرته د هیواد پرمختګ اسانه نه دى او سولي ته د راتلو لومړي شرط یې اوربند وباله، چي په خبره یې د ټولو افغانانو لومړي غوښتنه اوربند دي، تر څو روانه ورور وژنه بنده او بین الفغاني مذاکراتو ته لاره هواره سي او افغانان تل پاتي او باعزته سولي رسیدو ته لاره پیدا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د زابل والي هم ګډون درلود.
