صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۲۸ قوس ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

کندهار له تېرو لسو ورځو راهیسې برېښنا نه لري

کندهار له تېرو لسو ورځو راهیسې برېښنا نه لري

د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ ته پر غځېدلیو لارو د تګ راتګ پر سر د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د اختلاف له امله پر کندهار او هلمند ولایتونو برېښنا قطع شوې چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د کندهار حوزې د برېښنا رییس امان الله ایوب فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن لسمه ورځ ده چې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د یوې ستونزې له امله پر کندهار او هلمند برېښنا قطع شوې ده.
هغه زیاته کړه، کجکي ولسوالۍ ته مرکز لښکرګاه دوه لارې غځېدلي چې یوه یې د حکومت او بله یې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې ده.
دی وايي، حکومت د کجکي د برېښنا کارکوونکو ته یوه لار پرانیستې وه څو هغوی او اړوند نور کارکوونکي پر همدې لار تګ راتګ وکړي.
د ده په خبره، وسله وال طالبان د دې کار مخالفت کوي او وايي چې د برېښنا کارکوونکي باید د دوی په تر ولکې لاندې لار تګ راتګ وکړي.
فاروقي وویل، د لارې پر سر له همدې راولاړ شوي مخالفت له امله د روانې ليندۍ میاشتې په ۲۱مه د کجکي بند د برېښنا تولید په ټپه درېدلی چې له امله یې هلمند او کندهار دواړه په تیارو کې ډوب دي.
خو دی وايي، د ستونزې د حل په موخه لاس په کار شوي او له وسله والو مخالفینو سره یې د سیمې د دیني عالمانو او مخورو په وساطت خبرې پیل کړي خو لا یې پایله نه ده ورکړې.
د ده په خبره، دا چې هوا یخه او ژمی دی، د برېښنا د نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
دی زیاتوي، اوسمهال د خلکو د ډېرو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په هرو ۴۸ ساعتونو کې ۲ ساعته د صنعتي پارک له جنراتورونو څخه کندهار ښار ته په نوبتي توګه برېښنا ورکول کېږي.