صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۲۸ قوس ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

جلال اباد ښار کې د افغانیو د کوچني بانکنوټونو کموالي خلک له ستونزې سره مخ کړي

جلال اباد ښار کې د افغانیو د کوچني بانکنوټونو کموالي خلک له ستونزې سره مخ کړي

وروسته له هغه چې د ننګرهار ولايت چارواکو د راکړې ورکړې پرمهال د کلدارو په اخېستو بنديز ولګاوه، جلال اباد ښاريان په ښار کې د وړو افغانيو له نشتوالي شکايت کوي.
دوی وايي، هر کله چې سودا اخلي او دوکاندار ته افغانۍ ورکړي د وړو افغانيو د نشتوالي له امله مجبوريږي چې د افغانيو پر ځای کلدارې بېرته ورکړي.
خو ننګرهار کې د افغانستان بانک مسئولين وايي، تېرو دوو اوونيو کې يې شاوخوا پنځوس ميليونه وړې افغانۍ بازار ته وړاندې کړي او لا هم دغه چاره روانه ده.
د ننګرهار ولايتي ادارې د يو پرېکړې له مخې د مرغومي له لومړۍ نېټې څخه جلال اباد ښار کې په کلدارو راکړه ورکړه بنده او پرېکړه يې وکړه که هر کاروباري کلدارې واخېستې دوکان او موټر يې درول کېږي.
د جلال اباد ښار د انګور باغ سيمې يو اوسېدونکي عبدالواحد پژواک اژانس ته وويل، هر دوکاندار نه چې سودا اخلي د افغانيو په بدل کې بېرته ځکه کلدارې ورکوي چې وړې افغانۍ ورسره موجود نه وي.
د ببرک په نوم د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي، له خپل کور څخه ښار ته په رېکشا کې راغلی خو دلته يې چې کله ريکشا چلوونکي ته پنځوس افغانۍ ورکړي د پاتې پيسو په مقابل کې يې کلدارې ورکولې چې د دواړو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې ده.
د جلال اباد ښار دوکانداران هم وايي، وړې افغانۍ ورسره موجود نه دي او کله چې بانک يا صرافۍ ته ځي هلته ورته افغانۍ نه وړې کېږي.
د جلال اباد ښار د مخابراتو څلور لارې يو هوټل لرونکي عبدالمجيد پژواک ته وويل، دوی هره ورځ لږ تر لږ لس زره وړو افغانيو ته اړتيا لري خو دوی ته په بانک او صرافۍ کې زر افغانۍ هم نه وړې کېږي.
د جلال اباد ښار يو شمېر صرافان هم د همدې ستونزې يادونه کوي خو اتحاديه يې وايي، چې همدا نن يې پنځه نيم میليونه وړې افغانۍ مارکېټ کې وېشلې دي.
د صرافانو د اتحاديې مشر غلام مصطفی رحيمي وايي، د افغانستان بانک له نماينده ګۍ يې نن سهار پنځه نيم ميليونه افغانۍ راوړي او په ټولو صرافانو يې وېشلې دي.
ننګرهار کې د افغانستان بانک مشر احمدزي توحيديار پژواک ته وويل، له تيرو دوو اوونيو راهېسې چې دغه ولايت کې د افغانيو د ترويج لړۍ پيل شوې پنځوس ميليونه وړې افغانۍ بازار ته عرضه کړې دي.
دی وايي، همدا نن يې هم پنځه نيم ميليونه افغانۍ صرافانو اتحاديې او يو نيم ميليون افغانۍ يې د اصنافو اتحاديې ته ورکړي چې ښار کې د افغانيو راکړه ورکړه به ورسره اسانه شي.
نوموړی وايي، يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې وړې افغانۍ له بازار څخه ټولې او احتکار ته زمينه برابره کړي؛ خو دوی د ملي امنيت ادارې څخه په دغه برخه کې همکاري غوښتې او که په هر چا دا چاره ثبوت شي نو له سختې قانوني جزا سره به مخ شي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل نن پخپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې وړې افغانۍ يې نن پر صرافانو ويشتلې دي او هېڅوک په لوړه يا ټيټه بيه توکي نه شي خرڅولى.
هغه زياته کړې، که هر صراف يا دوکاندار دا کار وکړي، نو جرم دى او د قانون په چوکاټ کې ورته سزا ورکول کېږي.